ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان او افغانستان ګډ کاري ګروپ پر اسدالله خالد شوی برید څیړي

12 Dec 2012 - 23:31
12 Dec 2012 - 23:31

کابل ( پژواک ۲۲ لیندۍ ۹۱ ) :  پاکستان او افغانستان د ملي امنیت پر رییس اسدالله شوي برید دپيښې د څیړلو په موخه دیوه ګډ کاري ګروپ د جوړولو اعلان وکړ.

دغه اعلان د لیندۍ په ۲۲مه، د ترکیې په پلازمینه انقره کې دترکیې افغانستان او پاکستان د سرمشریزې غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې شوی دي.

په دې اوومه سرمشریزه غونډه کې ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زداري او د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل له خپلو پلاوو سره برخه اخیستې وه.

تر دې غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل چې ورسره د افغانستان او پاکستان ولسمشران هم ولاړ وو، وویل چې افغانستان او پاکستان پر اسدالله خالد د شوي برید سره سره دسولې پروسه پرمخ وړلو لپاره به کار کوي.

هغه زیاته کړه چې پر اسدالله خالد شوی ځانمرګی برید ددې هڅه وه، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پیل شوې خبرې اترې او ښې اړیکې ګډ وډ کړي.

تیره اونۍ په کابل کې د ملي امنیت پر رییس اسدالله خالد د سولې دیوه پیغام راوړونکي لخوا ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې هغه سخت ټپي شو.

ولسمشر حامد کرزي تردې پيښې وروسته ادعا وکړه، چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی و، خو پاکستان نن د افغان حکومت دا ادعا رد کړه او په دې اړه یې د شواهدو غوښتنه وکړه.

دترکیې ولسمشر عبدالله ګل وویل چې د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو د ګډې همکارې او ګډ کار کولو ژمنه وکړه.

ولسمشر حامد کرزي په دغه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سره یې پر اسدالله خالد د برید په اړه یې ښې خبرې کړې دي ، خو په دې اړه یې نور جزيیات ورنکړ.

هغه زیاته کړه : (( هیله لرم چې دترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او پخپله ترهګري به هغه مهال له منځه ولاړ شي چې ددواړو هیوادونو خلک له داډول بریدونو څخه خوندي پاتې شي. ))

حامد کرزي وویل چې د خبرو اترو فضا ډیره ښه وه : (( خو په همدې وخت کې له بده مغره زموږ په دواړو هیوادونو کې دترهګرۍ پيښې هم را منځته کیږي.))

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وویل چې هیواد یې پر اسدالله خالد برید کې هیڅ لاس نه لري.

د نوموړي به وینا، ترهګر نه غواړي چې ددواړو هیوادونو ولسونه په سوله او ثبات کې ژوند وکړی.

ددې درې اړخیزې غونډې په پای کې په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې پر اسدالله خالد شوي برید د څیړلو لپاره یو ګډ کاري ګروپ کار پیلوي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version