کابل (پژواک ۲۲ لېندۍ ۹۱): ترکيې له افغانستان او پاکستانه وغوښتل، چې پر اسدالله خالد د بريد پر سر د ناندريو پر ځاى دې د اړيکو پياوړې کولو ته ډېره پاملرنه وکړي.
دغه څرګندونې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احميت داوود اغلو پرون په انقره کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن حنا رباني کهر او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر زلمي رسول سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
ټاکل شوې چې نن د ترکيې په منځګړيتوب د درې واړو هېوادونو سرمشريزه غونډه جوړه شي.
له دې درې اړخيزې سرمشريزې غونډې وړاندې په لومړنۍ ليدنه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير داوود اغلو پرون د افغانستان او پاکستان له بهرنيو چارو وزيرانو سره د غونډې پر مهال د نن ورځې د سرمشريرې غونډې پر اجنډا خبرې وکړې.
د ډيلي نيوز په نوم يوې ترکۍ ورځپاڼې د بهرنيو چارو وزارت د سرچينې په حواله خبر ورکړى، چې د بهرنيو چارو وزير داوود اغلو له پاکستاني او افغاني سيالانو وغوښتل چې د دې غونډې پر مهال دې د افغانستان د ملي امنيت پر رييس اسدالله خالد د شوي ځانمرګي بريد په اړه د خبرو اترو پر ځاى دې زياته پاملرنه د اړيکو پر پياوړي کولو وکړي.
هغه زياته کړې: ((دا پېښه هم مهمه موضوع ده، خو زموږ مشوره دا ده، چې دا موضوع دې پر درې اړخيزې غونډې سيورى ونه غورځوي.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دې غونډې پر مهال ولسمشر حامد کرزى او ولسمشر اصف علي زداري د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو يو هوکړه ليک هم لاسليک کړي.
ټاکل شوې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو زياتولو لپاره يو کمېسيون هم جوړ شي.
د ترکيې، افغانستان او پاکستان دا شپږمه سرمشريزه غونډه ده، چې په انقره کې جوړيږي، دا لړۍ په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د ترکيې په نوښت پيل شوې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن