ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان پر اسد الله خالد د بريد دوسيه پاکستان ته وسپارله

14 Dec 2012 - 13:24
14 Dec 2012 - 13:24

کابل (پژواک،٢٤ ليندۍ ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د ملي امنيت پر رييس اسد الله خالد د بريد د پلټنې ټول سندونه يې خپل پاکستاني سيال ته سپارلي دي.

 

اسد الله خالد اته ورځ مخکې د کابل ښار په تايمني سيمه کې د يوتن لخوا ، چې له ځان سره يې د سولې پيغام راوړى و، په ځانمرګي بريد کې ټپي شو. رپوټونه وايي، چې نوموړى د ښې درملنې لپاره له هيواد څخه بهر  وړل شوى دى.

 د افغانستان حکومت وايي، چې پر خالد دغه بريد د پاکستان بلوچستان ايالت په کويټې کې پلان شوى و.

 وسلوالو طالبانو ددغه بريد مسووليت پرغاړه اخىستى دى.

ولسمشر کرزي تېره شپه په کابل کې د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا سره په ګډه ناسته کې وويل، چې ترکيې ته يې د سفر پرمهال پر اسد الله خالد د بريد په اړه د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره خبرې کړې دي.

کرزي زياته کړه، چې د خالد د پلټنې دوسيه يې زرداري او يوه کاپي يې د ترکيې حکومت ته هم سپارلې ده.

 همدارنګه په هغه ګډه اعلاميه کې ، چې وړمه ورځ په ترکيه کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې له درې اړخيزې ناستې وروسته صادره شوې، ويل شوي ، چې  پر اسدالله خالد د بريد په اړه د افغانستان او پاکستان يوه کاري ډله هم جوړه شوې ده

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې هيواد يې د اسد الله خالد په بريد کې لاس نه لري.

په هغه اعلاميه کې، چې تېره شپه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا خپره شوې، د دغه وزرات د وياند معظم احمد خان له قوله ويل شوي، چې که افغانستان پر اسد الله خالد د بريد په اړه سند او شواهد لري،نوهغه دې وړاندې کړي، چې پاکستان يې په اړه پلټنې وکړي.

معظم خان وايي، چې هيواد به يې هيچاته اجازه ورنکړي، چې له خاورې څخه يې د بل هيواد پر خلاف استفاده وشي

نوموړي په افغانستان کې سوله او امنيت د پاکستان په ګټه بللي او وايي، چې هيواد يې چمتو دى، چې د افغانستان له دولت سره يو ځاى د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه وکړي.

 

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version