ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو يو سرتېري ووژل شو

21 Sep 2012 - 09:27
21 Sep 2012 - 09:27

کابل ( پژواک،٣١ وږى ٩١ ):د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) په افغانستان کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دا سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوى دى.

ايساف په ياده شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې د رامنځته کېدو کره ځاى نه دى په ګوته کړى.

خو بايد وويل شي ، چې دافغانستان په سوېل کې د ايساف په مشرۍ ډېرى بريتانوي او امريکايي سرتېري مېشت دي.

ددغو سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٣٤١ تنو ته ورسېده، چې يواځې ٢٥٧ يې امريکايان دي.

تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version