ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د چپې درې ولسوالۍ او نورستان ترمنځ لاره تړلې

25 Sep 2012 - 15:36
25 Sep 2012 - 15:36

اسعداباد (پژواک ٤ تله ٩١): د نورستان ولايت چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو د دغه ولايت او چپې درې ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لاره بنده کړې، چې له امله يې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو دغه لاره د کونړ د چپې درې په ولسوالۍ کې له تېرو ‌څلورو ورځو راهيسې بنده کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه کار سره د نورستان د مرکزي سيمو اوسېدونکي د خوراکي توکو او درملو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

د نورستاني په وينا، که د کونړ ولايتي اداره يې غم ونه خوري، نو له امله به يې د مرکزې نورستان د پارون او واما خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.

امنيه قوماندان وايي، چې د ژمي تر را رسېدو مخکې د نورستان خلک د اړتيا وړ توکي ذخيره کوي؛ ځکه چې د ژمي پر مهال بيا د زياتې واورې له امله لارې بنديږي.

د هغه په وينا، وسلوال مخالفين د نورستان اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي، چې حتى يو کيلو خوراکي توکي هم له ځان سره يوسي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي وايي، چې تر اوسه د نورستان چارواکو دوى ته په رسمي توګه په دې اړه شکايت نه دى کړى او نه هم دوى په چپه دره کې د يادې ستونزې په اړه کوم راپور لري.

هغه وايي، د کونړ ولايتي ادارې او امنيتي ځواکونو پرېکړه کړې چې د ماڼوګي او چپې درې ولسواليو ته د دويمې لوا يو کنډک ور واستوي، ترڅو د لارې امنيت خوندي کړي او د دغه کنډک د لېږد چارې پيل شوې دي.

د چپې درې يوه اوسېدونکي نصرالله خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ګوسلک په سيمه کې وسلوالو د نورستان د خلکو پر مخ لاره تړلې او اجازه نه ورکوي چې خلک له ځان سره خوراکي توکي ولېږدوي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې مسافر له ځان سره خوراکي توکي ولري، نو د وسلوالو له خوا ترې اخيستل کېږي.))

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version