ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان والي په دغه ولايت د خوراکي توکو پر کموالي اندېښنه وښوده

16 Dec 2012 - 16:36
16 Dec 2012 - 16:36

 جلال اباد(پژواک ٢٦ لېندۍ٩١): د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې که چېرې د لغمان او نورستان ولايتونو تړل شوې لاره خلاصه نه شي نو د نورستان اوسېدونکي به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

 نورستاني د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې په نورستان ولايت کې هېڅ کومې مرستندويه موسسې د دغه ولايت له وګړو سره مرسته نه ده کړې.

 هغه زياته کړه: ((په دغه ولايت کې يواځې دولت تر خپله وسه کار کوي.))

 د نوموړي په وينا، په نورستان کې له زرو زياتې کورنۍ بېځايه شوې چې په دغه ساړه ژمي کې به له ډېرو سختو کړاوونو سره مخ شي.

 د ده په خبره، چې د نا امنيو له امله د يوشمېر لارو بندښت، سخت ژمى او ډېرې واورې هغه څه دي، چې ډېرى خلک يې په اندېښنه کې کړي دي.

 د نورستان والي وايي، چې د لغمان د الينګار ولسوالۍ کومه لاره چې نورستان ته راغلې، هغه د وسلوالو له خوا بنده شوې، څوک پرې تګ راتګ نه شي کولى، همدارنګه د کونړ لاره خلاصه ده خو يواځې عام وګړي پرې تګ راتګ کوي.

 نورستاني زياته کړه، چې که له يوې خوا سخت ژمي يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ له کړاوونو سره مخ کړې، له بل پلوه د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسواليو کې له پولې ها خوا پاکستاني پوځونه را اوړي، چې د نا امنيو ترڅنګ لارې هم بندوي.

 هغه وايي: ((لکه څرنګه چې نورستان يو سرحدي او غرنى ولايت دى نو دلته ستونزې زياتې دي، بله خبره دا ده چې مرستندويه موسسې دغه ولايت ته هېڅ پام نه کوي.))

والي زياتوي، چې په دغه ولايت کې به د ژمي په راتګ سره د نا امنۍ پېښې يو څه کمې شي خو يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ به له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

 ده زياته کړه: ((موږ خپل لازم ترتيبات نيولي، خو بيا هم ستونزې شته او که چېرې په دې يوه مياشت کې د الينګار لاره خلاصه شي نو ټولې شته ستونزې به ورسره هوارې شي.))

 تميم نورستاني وويل، چې د دې لارې د بندښت په اړه يې له مرکز سره هم خپلې اندېښنې شريکې کړې دي.

 والي په نورستان ولايت کې د ژمي په راتګ سره د ستونزو اټکل په داسې حال کې کوي، چې د ياد ولايت يو شمېر اوسېدونکي هم د ژمي په راتګ سره د خوارکي او نورو ژمنيو توکو له کمښته سر ټکوي.

 ياده دې وي، نورستان د هېواد په ختيځ کې يو له هغو غرنيو او نا امنه ولايتونو څخه دى، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او وخت نا وخت ترې د طبيعي افتونو او نورو نا امنيو خبرونه ورکول کېږي.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version