ميدان ښار (پژواک ٤ تله ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو د هوايي بريد له امله يو مشهور طالب قوماندان ملا منصور وژل شوى دى.
د سيداباد ولسوال ډاکتر فضل کريم مسلم د تلې په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د دغې ولسوالۍ اړوند د چونګۍ په سيمه کې د وسلوالو طالبانو مشهور قوماندان ملا ملنګ، چې په ملا منصور مشور و، د ايساف پر چورلکه د سپکو وسلو ډزې وکړې.
د هغه په وينا، وروسته د ايساف ځواکونو پر ملا منصور هوايي بريد وکړ، چې ځاى پر ځاى يې وواژه.
نوموړي زياته کړه، چې ملا منصور د کابل-کندهار پر لويه لاره په ټولو وسلوالو غلاوو، د سړک غاړې د ماينونو په خښوولو، د دولتي مامورينو په وژنو او پر شخصي امنيتي کمپنيو او اکمالاتي کاروانونو د بريدونو مسووليت پر غاړه درلود.
د يادونې ده، چې پرون هم د چک او سيداباد په ولسواليو کې د ځينو عملياتو له امله د دولت نهو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن