ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلام اباد څلور اړخيزه سرمشريزه غونډه وځنډېده

27 Sep 2012 - 13:26
27 Sep 2012 - 13:26

اسلام اباد (پژواک ٦ تله ٩١): د افغانستان، پاکستان، روسيې او تاجکستان سرمشريزه غونډه، چې ټاکل شوې وه په اسلام اباد کې ترسره شي، وځنډېده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې وه دا څلور اړخيزه سرمشريزه غونډه راتلونکې اوونۍ (د تلې يوولسمه او دولسمه) په اسلام اباد کې جوړه شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د کوربه هېواد پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ګډون کاوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسيې د ولسمشر ولادي مير پوټين له خوا ولسمشر زرداري ته يو ليک استول شوى، چې دمګړۍ يې په دې غونډه کې له ګډونه معذرت غوښتى او پاکستان ته يې هم خپل سفر ځنډولى دى.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دې څلور اړخيزې غونډې د جوړېدو د بلې نېټې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې له اړوند  هېوادونو سره تر سلا مشورو وروسته به ورته بله نېټه وټاکل شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ارګ ته يوې نږدې سرچينې هم پژواک اژانس ته تاييد کړه، چې ولسمشر حامد کرزي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو اوس دا غونډه ځنډېدلې ده.

سرچينې د دې غونډې د ځنډېدا لامل په ګوته نه کړ.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سياسي او ډيپلوماتيکي اړيکې پياوړې شوې دي.

ولسمشر کرزي، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د امريکا په نيويارک ښار کې دى، له پاکستان، هندوستان، انګلستان او امريکا سره يې دوه دا ډول درې اړخيزې غونډې ترسره کړې دي.

په دې غونډه کې يې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، د افغانستان د سولې پر پروسې، د سيمې پر امنيت، ثبات او پر اقتصادي پرمختګ خبرې کړې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version