ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني شنونکي: د ګاونډيو له مرستې پرته افغان سوله نه شي بريالۍ کېداى

پاکستاني شنونکي: د ګاونډيو له مرستې پرته افغان سوله نه شي بريالۍ کېداى

author avatar
5 Feb 2012 - 13:28
پاکستاني شنونکي: د ګاونډيو له مرستې پرته افغان سوله نه شي بريالۍ کېداى
author avatar
5 Feb 2012 - 13:28

اسلام اباد (پژواک ١٦ سلواغه ٩٠): ځيني پاکستاني کارپوهان وايي، چې د افغانستان د سولې پروسه د پاکستان او ايران له مرستې پرته نه شي بريالۍ کېداى او د همدې موخې لپاره د دريو واړو هېوادونو سرمشريزه غونډه رابلل شوې ده.

ټاکل شوې ده، چې راتلونکې اونۍ (د سلواغې په ٢٧مه) په اسلام اباد کې د افغانستان، ايران او پاکستان د ولسمشرانو سرمشريزه غونډه جوړه شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني، چې تېره اونۍ کابل ته راغلې وه، ولسمشر کرزي ته يې په دې غونډه د ګډون بلنه ورکړه او هغه هم ومنله.

د سياسي چارو ځايي کارپوهان په دې اند دي، چې پاکستان د افغان قضيې يو مهم لوبغاړى دى او د پاکستان له مرستې پرته دا پروسه پر مخ نه شي تللاى.

د سياسي چارو کارپوه او ځايي خبريال طاهر خان وايي، چې پاکستان تل دغه دريځ خپل کړى، چې دوى د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي، خو دا يې هم ويلي، چې د پاکستان له مرستې پرته دا پروسه نه شي کاميابېداى.

هغه د افغانستان د سولې د عالي شورا د جوړېدو پر مهال د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د هغه مهال څرګندونو ته اشاره وکړه، چې ګوندې د پاکستان له مرستې پرته د سولې پروسه پر مخ نه ځي.

نوموړي د اسلام اباد د راتلونکې سرمشريزې غونډې په اړه وويل، پاکستان پوهېدلى، چې د قطر د دفتر او د امريکا او طالبانو په خبرو اترو کې افغان دولت ډډې ته ساتل شوى؛ ځکه نو پاکستان د سيمه ييزې حل لارې لټولو په هڅه کې دى.

طاهرخان وايي: ((کابل، اسلام اباد او تهران غواړي، چې د سولې لپاره يوه ځانله کړنلاره جوړه کړي او د دې کړنلارې له مخې له طالبانو سره جلا خبرې اترې پيل کړي.))

د هغه په وينا، د اسلام اباد په راتلونکې غونډه کې به درې واړه هېوادونه په دې اړه فکر کوي، چې ايران او پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې څه ډول رول لوبولاى شي.

د سياسي چارو يو بل کارپوه او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانى کارکوونکى اياز وزير هم وايي، چې پاکستان او ايران د افغانستان د شخړې د هوارۍ له پروسې څخه جلا نه شي ساتل کېداى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو دوو ګاونډيو هېوادونو له مرستې پرته د سولې هر ډول پروسه پر مخ نه شي تللاى.

د اياز وزير په وينا، درې ګاونډي هېوادونه کولاى شي، چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره يوه غوره لاره پيدا کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط پژواک اژانس ته وويل، ټاکل شوې راتلونکې درې اړخيزه سرمشريزه غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.

که څه هم هغه ټاکلې نېټه په ډاګه نه کړه، خو يوې بلې دولتي سرچينې بيا پژواک ته وويل، چې دا غونډه به د سلواغې په ٢٧ يا ٢٨مه نېټه ترسره شي.

د باسط خان په وينا، په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې د پروسې ترڅنګ د درېيو واړو هېوادونو پر اړيکو هم خبرې وشي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.