ترينکوټ (پژواک ١٠ تله ٩١): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د يوې چاودنې له امله ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امينت آمر سمونيار محمداسلم د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې د ترينکوت ښار د منار په څلور لاري کې وشوه.
هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او هغه مهال د ريموت کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوه، چې د ملي اردو سرتېرې له سيمې د تېرېدو په حال کې وو.
اسلم وايي، چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د ملي اردو د پنځو سرتېرو په ګډون دوولس عام وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړى وويل، چې د سيمې د اوسېدونکو او پوليسو له خوا ټپيان مرکزي روغتون ته ولېږدول شول.
د ترينکوټ د مرکزي روغتون يوه کار کوونکي ډاکټر عزت الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته پنځه د ملي اردو سرتېري او اته ملکي وګړي په ټپي حالت کې ور وړل شوي، چې وروسته يوه ملکي ټپي د ډېرو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
هغه د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د بصير په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي اردو يو سرتېرى په دوکان کې په سودا اخيستلو بوخت و.
دى وايي، چې د چاودنې له امله يو شمېر دوکانداران هم ټپيان شوي او دوکانونو ته يې زيان اوښتى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن