ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د خپل کانديد د احتمال خبر ورکړ

4 Oct 2012 - 16:15
4 Oct 2012 - 16:15

کابل ( پژواک، ١٣ تله ٩١): له دې سره سره ، چې حزب اسلامى د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو تر سره کېدو ته د شک او ترديد په سترګه ګوري، خو په ټاکنو د خپل جلا کانديد احتمال نه ردوي.

د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د ” حکومت د اپوزيسيون” په توګه فعاليت لري او نن ارغنديوال يو ځل بيا په کابل کې د حزب د مشرتابه شورا  په ټاکنو کې ددې حزب مشرۍ ته انتخاب شو.

نوموړي د راتلونکو ولسمشريزو رڼو او عادلانه  ټاکنو ترسره کېدو ته د شک په سترګه وکتل او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې هېواد په يوه تحميلي جګړه کې ښکېل دى او د افغانستان ډېرى سيمې ناامنه شوې دي.

هغه زياته کړه چې ددې ننګونو په پام کې نيولو سره حزب اسلامي ددې توقع نه لري، چې رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي.

 خو له دې سره سره ارغنديوال د دولت له ټولو وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې امنيت ټينګ کړي او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ونډه واخلي.

 حزب اسلامي اووه کاله مخکې په دوو ډلو ووېشل شو. يوه برخه يې د ارغنديوال په مشرۍ فعاليت کوي او بله برخه يې د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ ددولت پر وړاندې وسلوال فعاليت کوي.

د روان کال په لومړيو کې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او دولتي چاراکو او د سولې د عالي شورا د غړيو تر منځ په کابل کې د سولې خبرې ترسره شوې، خو حزب اسلامي د غويي په مياشت کې د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيک تړون له لاسليک وروسته دغه خبرې بندې کړې.

  د حزب اسلامي رييس وايي : ” موږ له خپلو خلکو او خپلو اړوندو کسانو نه غواړو، چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې، چې برخليک يې په خپل لاس کې دى، ونډه واخلي، موږ د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي يو او په هغو کې پراخ ګډون کوو. “

هغه زياته کړه ،چې حزب اسلامي د هېواد د وضعيت او شرايطو په تحليل سره له اسلامي سياسي اړخونو سره تفاهم او خبرو ته په خپل محور کې ځاى ورکوي او هڅه کوي، له تنظيمونو سره سليقوي اختلافات سترو موخو ته د رسېدو لپاره، چې د قانون ټينګښت او د ريښتوني اسلامي نظام ټينګښت او د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکميت تامين دى، پرېږدي او د راتلونکو ټاکنو په اړه په خپلو کې په تفاهم کې د نظام د اصلاح او بهبود لپاره ګټور ګامونه اوچت کړي.

ارغنديوال ادعا وکړه، چې هېڅ بل سياسي ګوند د حزب اسلامي په شان له ولسي قوت څخه برخمن نه دى او دغه حزب کولى شي په ټاکنو کې مهمه او اساسي ونډه ولري.

د حزب اسلامي رييس وويل، چې هغوى به احتمالاً د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره جلا کانديد معرفي کړي، خو ويې ويل، چې حزب اسلامي له بېلابېلو اړخونو سره په اړيکه کې دى او که چيرې په ملي وفاق او ديوه ملي تفاهم په پايله کې يو ګډ کانديد وړاندې شي، دغه حزب ورته ترجېح ورکوي.

 د اساسي قانون له مخې، ټاکل شوې ده، چې د جمهوري رياست د درېيم پړاو ټاکنې په ٢٠١٤ کال کې ترسره شي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version