ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي د راتلونکو ټولټاکنو په اړه له ولس سره مشورې کوي

15 Nov 2012 - 16:57
15 Nov 2012 - 16:57

کابل ( پژواک ٢٥ لړم ٩١ ) : د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وايي، چې دوى به په راتلونکيو ټولټاکنو کې بې تفاوته پاتې نه شي او په دې اړه به له ولس سره مشورې وکړي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون ، چې په دې غونډه کې يې برخه اخيستې وه، د لړم په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په غونډه کې د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، د پکتيا والي جمعه خان همدرد  او د پوهنې د وزير ډاکټر فاروق وردګ  په ګډون  يو شمېر مرکزي او ولايتي مسوولينو برخه اخيستې وه.

دغه راز په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاء الله لودين ، سناتور  استاد عبدالشکور ، انجنير محمد خان، عبدالجبار شلګري او حميد الله توخي هم ګډون درلود.

سمون وويل ، چې په دې غونډه کې دغه راز يو شمېر واليانو، د ولسی جرګې وکيلانو ، د مشرانو جرګې استازو ، د حزب اسلامي اجراييه شورا غړو  او د حزب اسلامی و لايتي استازو  ګډون کړى وو.

سمون وايي ،چې د غونډې ګډونوالو د  افغانستان په روانو سياسي حالاتو خبرې وکړې او د هېواد راتلونکي ته په پام سره يې  اړوند نظريات له يو بل سره شريک کړل .

نوموړي زياته کړه ، چې په دې غونډه کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو بحث وشو  او پرېکړه وشوه، چې حزب اسلامي به په دې ټاکنو کې بې تفاوته نه پاتې کېږي.  

د هغه په وينا، په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دوی به ولايتونو ته ځي او له ولس سره به د راتلونکو  ټاکنو په اړه سلا مشورې وکړي.

سمون وويل ، چې حزب اسلامي يو له هغه ګوندونو څخه دی، چې په هېواد کی دننه او بهر له خورا قوي  نفوذ څخه برخمن دی .

ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به دوى کانديد ودروي، هغه زياته کړه ، چې له مشورو وروسته به په راتلونکې غونډه کې په دې اړه پرېکړه وشي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version