کابل ( پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٢ ) : د حزب اسلامي درېيمه ډله وايي، چې دوى به هېڅکله د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ ونه کړي او ډېر ژر به له يوه بل کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.
د حزب اسلامي ددغې درېيمې ډلې غونډه نن دسلواغې په ٢٠مه، په کابل کې د پکتيا د والي او سلاکار وزير جمعه خان همدرد په مشرۍ جوړه شوې وه.
ددغې غونډې انځور او د ګډنوالو نومونه د جمعه خان همدرد په نامه د ټولنيزې شبکې فيسبوک په پاڼه کې خپاره شوي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې په دې غونډه کې د حزب اسلامي افغانستان ، حزب اسلامي متحد افغانستان ، د مدني ټولنو ټولنيزو شورا ګانو او د اهل نظر مشرانو د اتحاد استازو او غړو برخه اخيستې وه.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د يادې غونډې د تاييد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې غونډه کې سلاکار وزير او د پکتيا والي جمعه خان همدرد ، د پوهنې وزير فاروق وردګ ، د حزب اسلامي متحد افغانستان مشر وحيدالله سباون او د کانونو او پټروليم وزير محمد اکبر بارکزي برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې دغه راز قاضي امين وقاد , حاجي الماس ، عبدالستار خواصي ، قرار ، سلاکار وزير طاهر صافي ، اقبال صافي، سلاکار وزير مولوي جوره بيک ، سناتور نظرمحمد ، دسولې دعالي شورا غړى مولوي شهزاده شاهد او يو شمېر نورو مشرانو ګډون درلود.
سمون وويل، چې دا مشورتي غونډه په راتلونکو ټولټاکنو کې د رغنده رول ترسره کولو او د خپلې خوښې کانديد څخه د ملاتړ په موخه را بلل شوې وه.
خو د جمعه خان همدرد وياند وويل ، په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په هېڅ ډول به دوى او پلويان به يې د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ ونه کړي.
هغه زياتوي ، چې دوى به ډېر ژر د لويې جرګې په خېمه کې د زرګونو کسانو په ګډون يوه لويه غونډه راوغواړي ، چې پکې به دوى د خپلې خوښې کانديد څخه د ملاتړ اعلان وکړي.
د سمون په وينا، د نننۍ غونډې ګډونوالو جمعه خان همدرد او وحيدالله سباوون ته صلاحيت ورکړ، چې د کانديد او راتلونکو ټاکنو په اړه دوى هر ډول پرېکړه وکړي، ټولو ته به د منلو وړ وي.
د يادونې ده ، چې د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي يوې ډلې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى او ددغې ډلې غړى انجنير خان محمد د ډاکټر عبدالله لومړى مرستيال دى.
د حزب اسلامي بل غړى انجنير قطب الدين هلال د ولسمشرۍ کانديد دى، هغه وايي ، چې انجنير حکمتيار يې مشر دى او هغه دده ملاتړ کوي.
خو د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د وسلوالې ډلې د سياسي چارو مشر ډاکټر غيرت بهير پژواک ته ويلي و ، چې دوى تر اوسه د کوم کانديد د ملاتړ پرېکړه نه ده کړې.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن