ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کامه وال : د ځینو کسانو لخوا دعبدالله نه ملاتړ د حزب استازیتوب نه کوي

کامه وال : د ځینو کسانو لخوا دعبدالله نه ملاتړ د حزب استازیتوب نه کوي

author avatar
10 Feb 2014 - 21:00
کامه وال : د ځینو کسانو لخوا دعبدالله نه ملاتړ د حزب استازیتوب نه کوي
author avatar
10 Feb 2014 - 21:00

کابل ( پژواک، ٢۱ سلواغه ٩٢ ) : د اقتصاد د وزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وایي چې په کابل کې پرونۍ غونډه چې د ډاکټر عبدالله د نه ملاتړ خبره کړې وه، هغوی د حزب اسلامي استازیتوب نه شي کولی.

پرون په کابل کې د حزب دیو شمیر غړو په ګډون غونډه شوې وه، په دې غونډه کې ویل شوي وو، چې دوی به هیڅکله دولسمشرۍ د کاندید ډاکټرعبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي.

په  غونډه کې د حزب اسلامي د نورو کسانو ترڅنګ سلاکار وزير او د پکتيا والي جمعه خان همدرد ، د پوهنې وزير فاروق وردګ ، د حزب اسلامي متحد افغانستان مشر وحيدالله سباون  ، قاضي امین وقاد، او د کانونو او پټروليم وزير محمد اکبر بارکزي برخه اخيستې وه.

دوی ویلي وو، چې ډیر ژر به دلویې غونډې په ترڅ کې په راتلونکو ټاکنو کې له عبدالله پرته دیوه بل کاندید د ملاتړ اعلان وکړي.

خو د اقتصاد د وزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وایي چې دوی په حکومت کې راجستر دي ، په ملي شورا او ولایتي شوراګانو کې غړي لري.

ددې ډلې ویاند عبدالله کامه وال دسلواغې په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی قاضي امین وقاد او جمعه خان همدرد ته دهیواد دسیاسي شخصیتونو په توګه احترام لري، خو هغوي دحزب اسلامي د استازیتوب نه شي کولی.

هغه زیاته کړه چې قاضي وقاد له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې په سیاۍی بهیر کې ډير فعال نه دی پاتې شوی، یواځې د پوهنې وزارت او سولې شورا کې یې فعالیتونه کړي دي.

د کامه وال په وینا، وحیدالله سباوون ځانته دحزب متحده افغانستان په نامه جلا ګوند جوړ کړی او د حزب استازیتوب نه شي کولي.

نوموړي د جمعه خان همدرد په اړه وویل چې هغه ددولت مامور او  د پکتیا والي دی او قانون له مخې هغه اجازه نه لري چې د کوم کاندید ملاتړ یا مخالفت وکړي.

 عبدالله کامه وال وایي چې ددوی پرونۍ غونډه او څرګندوې ددوی شخصي دي او د حزب اسلامي استازیتوب نه شي کولي.

د  حزب اسلامي ددغو ډلو ترمنځ دا ناندرې په داسې حال کې راپورته شوی چې دحزب اسلامي ددریمې ډلې (حکمتیار) استازی ډاکټر غیرت بهیر دیوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دي.

د يادونې ده ، چې د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي يوې ډلې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى او ددغې ډلې غړى انجنير خان محمد د ډاکټر عبدالله لومړى مرستيال دى.

د حزب اسلامي بل غړى انجنير قطب الدين هلال د ولسمشرۍ کانديد دى، هغه وايي ، چې انجنير حکمتيار يې مشر دى او هغه دده ملاتړ کوي.

خو د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د وسلوالې ډلې د سياسي چارو مشر ډاکټر غيرت بهير پژواک ته ويلي و ، چې دوى تر اوسه د کوم کانديد د ملاتړ پرېکړه نه ده کړې

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.