ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې يو سيمه ييز قوماندان ووژل شو

5 Oct 2012 - 11:29
5 Oct 2012 - 11:29

 سرپل (پژواک١٤تله٩١): د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې يو پخوانى سيمه ييز قوماندان وژل شوى دى.

 د سرپل د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال جهانګيرکرامت د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رحيم الله په نوم يوتن سيمه ييز قوماندان د خپلو جنګياليو لخوا تېره شپه د يوه کمين په ترڅ کې سهوا وژل شوى دى.

 کرامت زياته کړه ، چې د قوماندان رحيم الله وسلوال د يادې ولسوالۍ د برقوت په کلي کې طالبانو ته په کمين کې ناست وو، چې په دې وخت کې رحيم الله پرموټر سايکل سپور له دغه ځايه تېريده،چې خپلو ملګرو يې د طالبانو په شک  پرې ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.

 د امنيه قوماندانۍ سرپرست وايي:((په دغه سيمه کې د سيمې خلک پخپلو وسلو امنيت ساتي  محلي او ملي پوليس نشته.))

 نوموړي زياته کړه، سيمې ته يې يو پلاوى استولى او د دغې پيښې په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.

 د نورالله په نوم د سيمې يوتن اوسيدونکي پژواک ته وويل، چې د رحيم الله قاتلانو پخپله ځانونه پوليسو ته سپارلي دي.

 رحيم الله يو پخوانى جهادي قوماندان و، چې اوسمهال يې په سيمه کې ديوه قومي مشر په توګه د وسلوالو طالبانو پرخلاف مبارزه کوله .

 سرچينه وايي، چې د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د برقوت کلى له ناامنه سيمو څخه ګڼل کيږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version