ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د يوه نوي هنري فلم د جوړېدو پرانيسته وشوه

8 Oct 2012 - 14:25
8 Oct 2012 - 14:25

خوست ښار (پژواک ١٧ تله ٩١): په خوست کې د خوستي فلم پروډوکشن له خوا په شخصي لګښت د يوه هنري فلم د جوړېدو پرانيسته وشوه.

په خوست کې د خوستي فلم پروډوکشن مشر رحمت الله خوستي د تلې په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه فلم ۱۲۰ دقيقې دى، کيسه يې د يو زورواک له لوري په زوره د يوې غريبې کورنۍ نجلۍ ځان ته ودول دي.

د هغه په وينا، د فلم په کيسه کې که څه هم د دې نجلۍ کورنۍ نه غواړي ياد کس ته نجلۍ واده کړي، خو اړ دي چې دغه کار وکړي.

نوموړ زياته کړه، چې دغه فلم د (ولې) په نوم ياديږي او په جوړېدو به يې څلور سوه زره افغانۍ،  لګښت راشي، چې دى يې په شخصي ډول پرې لګوي.

خوستی وايي: ((په دغه فلم کې ټول لوبغاړي د خوست اوسېدونکي دي، چې ښه تجربه کار او با استعداده دي.))

په خوست کې يوه ليکوال زاهدشاه انګار د دغه فلم د پرانيستنې پر مهال د دغه فلم جوړېدل د خوست په فرهنګي ډګر کې يو ښه ګام وباله.

خو نوموړي د خوست پر اطلاعاتو او کلتور رياست او اړوند وزارت نيوکه وکړه، چې په دې برخه کې يې تر اوسه د خوست له فلم جوړوونکو سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

د هغه په وينا، ياد رياست ته په کار ده، چې خوستيو فلم جوړوونکو ته په کور دننه او بهر د روزنې زمينه برابره کړي، تر څو په راتلونکي کې د سيمې په کچه فلمونه جوړ او نندارې ته يې وړاندې کړي.

د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد هم د دغه فلم پر جوړېدو خوښي وښود او د دغه فلم له جوړوونکو يې وغوښتل، چې په خپل کار کې تل ريښتيني و اوسي.

ده زياته کړه، تر ټولو مهمه يې دا ده، چې په فلم کې له هغو بدو رواجونو پرده پورته شي، چې دغه مهال په ټولنه کې شته او خلک يې له ناوړه پايلو ځوريږي.

د يادولو ده، چې د خوستي فلم پروډوکشن له لوري په تېرو څو کلونو کې ۲۳ فلمونه جوړ شوي، چې ډېر مينه وال لري.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version