ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغان فلم کې د سينمايي مسايلو او فلم په اړه هېڅ پلان نشته”

“په افغان فلم کې د سينمايي مسايلو او فلم په اړه هېڅ پلان نشته”

author avatar
28 Jan 2014 - 17:42
“په افغان فلم کې د سينمايي مسايلو او فلم په اړه هېڅ پلان نشته”
author avatar
28 Jan 2014 - 17:42

کابل (پژواک ٨ سلواغه ٩٢): د “افغان فلم” رياست وايي، چې د تېر زېږديز کال په اوږدو کې نه دى توانېدلى، چې حتى يو نوى هنري او اوچت فلم هم توليد کړي، ځکه چې له دې اداره سره د دولت له خوا هېڅ ډول مرسته نه کېږي.

د افغان فلم رييس محمدابراهيم عارفي وايي، په افغانستان غوندې يوه جګړه ځپلي هېواد کې خلک موسيقي، سينما او تياتر ته اړتيا لري، په داسې حال کې، چې په افغان فلم کې پر سينمايي مسايلو او فلم جوړېدو لپاره هېڅ پلان نه شته.

نوموړي د فلم کتنه يو فرهنګي روش وګاڼه او له پژوک خبري اژانس سره يې په مرکه کې يې وويل، چې سينما د پردې پر مخ فرهنګ ښودنه ده، خو ادعا کوي، چې په وروستيو لسو کلونو کې افغان سينما په دې نه ده توانېدلې، چې د پام وړ توليد ولري.

د افغان فلم رييس زياته کړه، چې تېر کال ډېر لنډ فلمونه توليد شول، خو افغان فلم په ټوله کې د دغو فلمونو په جوړېدو کې ونډه نه درلوده او يواځې په تخنيکي برخو کې يې ورسره همکاري کړې ده.

عارفي وويل: ((موږ په تېر زېږديز کال کې ونه توانېدو، چې حتى يو هنري اوچت فلم هم توليد کړو، ځکه چې د دولت له خوا مو هېڅ ملاتړ نه درلود.))

خو د افغان فلم رياست وايي، چې په دې وروستيو کې د افغان فلم له جوړوونکو سره د بهرنيو فلم د جوړونکو لېوالتيا ډېره شوې او افغان فلم د کورنيو او بهرنيو سينماګرانو ته اعلان کړى، چې که چېرته دوى دهمکارۍ غوښتنه کوي، نو افغان فلم حاضر دى، چې د توان تر کچې ورسره همکاري وکړي.

عارفي وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې يې د فرانسوي، بلژيکي، ترکي او هندي فلم جوړونکو له خوا د ګډ کار وړانديزونه تر لاسه کړي، چې يو ځل بيا يې د افغان فلم جوړونکو لپاره د هيلو دروازې پرانېستې دي.

 هغه زياته کړه، چې سږ کال يې د يوه هنري فلم او بل مستند فلم جوړولو هوکړه ليک له فرانسوي او بلژيکي فلم جوړوونکو سره لاسليک کړى، چې له دې ډلې “د زمردو ماڼۍ” هنري فلم او “د روښنايي ځمکه” مستند فلم نوم اخیستی شي، چې په ترتيب سره د فرانسوي فلم جوړونکي لويې مونير په ډايرکټرۍ او بل هم د بلژيکي فلم جوړونکي پيتر او افغان په مرسته جوړ شول.

عارفي زياته کړه: ((موږ مالي امکانات نه لرو، خو د خپلو تجربو له مخې له تازه فارغو شوو محصلينو سره مرسته کوو.))

سرچينې زياته کړه، چې په افغان فلم کې شته فلمونه په پاشلي بڼه وو، چې په ٢٠١٣ کال کې په منظمه بڼه ارشيف شوي او د دې تر څنګ چې ځينېيفلمونه پلټل شوي او له دې ډلې ځينې نور په هنګرونو کې ټول شوي او د ٨٠ سلنه فلمونو لړليک ترتيب شو، چې ډېر ژر به ورته لاسرسى ومومي.

عارفي د دغو فلمونو شمېر له ٣٠ زرو زيات وښود، چې افغاني، هندي، اروپايي او امريکايي فلمونه په کې شامل دي.

له بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال مصدق خليلي وويل، چې سږ کال د افغانستان په سينما کې يو غوره کال و او خلک د دوو سترو فيسټيوالونو (د بشر حقونو نړيوال سمينار) او په کابل کې د (مهرګان) فيسټيوال شاهدان و، چې ګڼ شمېر سينماګرانو په کې ګډون وکړ.

هغه زياته کړه: ((په تېر کال کې زموږ سينماګرانو ښه فلمونه جوړ کړل، چې له دې ډلې “مردى در آرزوى زن پنجم” فلم نوم اخيستلى شي، چې څو فيسټيوالونو ته يې لار ومونده او وياړنې يې وګټلې.))

خليلي زياته کړه، چې د افغان فلم په مرسته چمتو شوي ټلويزيوني سريالونه د ټلويزيونونو له لارې خلکو کتلي، چې انسان د هېواد سينما راتلونکي ته هيله من کوي.

خو د سينما کارکوونکى بصير مجاهد د سينما وضعيت ښه نه بولي او وايي، چې په تېر زېږديز کال کې هغه کار چې بايد د سينما په برخه کې شوى واى، نه دى شوى، چې هم دولت او هم چارواکي سينما ته پاملرنه نه کوي.

مجاهد وويل:((په ټوله کې بايد وويل شي، چې تېر کال د افغانستان د سينما لپاره ډېر ښه نه و.))

نوموړى، چې تېر کال يې په “ولگرد” فلم کار کړى، هيله څرګندوي، چې د راتلونکي کال په وري مياشت به يې نندارې ته وړاندې کړي.

بصيرمجاهد، چې د “کهدامن فلم” مسوول هم دى وايي: سره له دې چې په هېواد کې سينما کوم ملاتړ نه لري، خو په ٢٠١٣ زېږديز کال کې يې څو فلمونه د سلام سنګي د زوى “جاده يکطرفه” او د همايون مروت اوچت داستاني فلم “سيبى از بهشت” په نامه جوړ شوي، چې جايزې يې واخيستې او همدارنګه د مېرمن الکا سادات يوه مستند فلم هم د غوره فلم جايزه ترلاسه کړه.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په افغانستان کې په مسلکي ډول فلم جوړېدنه موجوده وه، چې ښې لاسته راوړنې يې هم درلودې، خو دا هنر د طالبانو د حکومت پر مهال پيکه شو.

خو په وروستيو ١٢ کلونو کې له ٦٠٠ زيات ډيجيټلي افغان سينمايي فلمونه په هېواد کې توليد شول او له دغو فلمونو ځيني يې په نړيوالو فيسټيوالو او جشنونو کې هم جايزې او ستاينليکونه تر ګوتو کړل.

له دې ډلې کولى شو، چې د ترياکو جګړې فلم نوم واخلو، چې اوچتې نړيوالې جايزې ترلاسه کړې.

د صديق برمک له خوا جوړ شوى فلم “اسامه” هم په نړيوالو فيسټيوالونو کې بېلابېلې جايزې له دې ډلې د امريکا د ګولډن ګلوب جايزه ترلاسه کړه.

د افغان فلم رياست په ١٣٤٧ لمريز کال کې د يواځي دولتي رياست په توګه تاسيس شو، خو په هېواد کې د فلم جوړونې لومړنۍ خصوصي کمپنۍ بيا په ١٣٥١ لمريز کال د ( نذير فلم) په نامه جوړه شوه.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.