ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوه

10 Oct 2012 - 17:10
10 Oct 2012 - 17:10

کابل (پژواک ١٩ تله ٩١): د اسيا د کرکټ ايليټ کپ سياليو په نيمه پاى لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره  د دغو سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

 د لسو هېوادونو په ګډون د اسيا د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کرکټ د ايليت جام سيالۍ د تلې په ١٢مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن (د تلې ١٩مه) د نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړه، چې په ماتې يې تمامه شوه.

 د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

 هغه زياته کړه، چې د افغانستان ټوله لوبډله په ٣٥ اورونو کې په ٧٠ منډو وسوځېده او اماراتو ته يې د ٧١ منډو هدف کېښود.

 وفا وايي، چې د افغانستان له لوري کريم صادق ١٢ او جاوېد احمدي ٢٩ منډې جوړې کړې.

 د نوموړي په وينا، د اماراتو لوبډله ياد هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ٢٤ اورونو کې ترلاسه کړ، لوبه يې و ګټله او د دغو سياليو پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

 د يادونې ده، چې افغانستان له دې مخکې دا اتلولي ګټلې وه، خو وې نه شو کړاى چې ترې دفاع وکړي او له لاسه يې ورکړه.

 له دې مخکې يې په ګروپي سياليو کې له  عمان، بوټان، مالديف او ماليزيا څخه خپلې لوبې ګټلې وې.

 دغه سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، ماليزيا، بوټان او د مالديف لوبډله، په ب ګروپ کې سعودي عربستان، کويټ ، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او د نيپال لوبډلې شاملې دي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version