ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په اسیایي سیالیو کې درییم مقام خپل کړ

12 Oct 2012 - 16:01
12 Oct 2012 - 16:01

کابل ( پژواک، ۲۱  تله ٩١ ) : داسيا د کرکټ ايليټ کپ سياليو په لړ کې افغانستان ددرییم مقام لپاره ترسره شوې سیالۍ کۍ مالیزیا ته ماتې ورکړه او دغه مقام یې خپل کړ.

د لسو هېوادونو په ګډون داسيا د کرکټ ددويمې درجې هېوادونو د کرکټ د ايليت جام سيالۍ  د تلې په ١٢مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې وه او ټاکل شوې ده، چې دنن د نیپال او متحده عربي اماراتو ترمنځ د پای لوبې سره پای ته ورسیږي.

ددې سیالیو په نیمه پای لوبوکې افغانستان او مالیزیا خپلې لوبې بایلودې وې او نن دواړو لوبډلو د درییم مقام لپاره لوبه وکړه.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا دتلې په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل د دې لوبې پچه افغانستان وګټله ، خو لومړی یې د مالیزیا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

هغه زیاته کړه چې د مالیزیا ټوله لوبډله په ۴۲ اورونو کې په ۱۹۸منډو وسوځیدله او افغانستان ته یې د ۱۹۹ منډو هدف کیښود.

د وفا په وینا، دافغانستان له لوري ، ګلبدین نایب او جاویداحمدي دوه دوه، شاه پور ځدران، کریم صادق،سمیع الله شینواری او محمدنبي د مالیزیا یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کرکټ بورډ وياند وایي چې یاد هدف دافغانستان ملي لوبډلې په ډیرې اسانۍ سره په ۲۳ اوور کې یواځې د کریم صادق او نوروزمنګل په سوځیدوترلاسه او لوبه یې وګټله.

هغه وویل چې دافغانستان له لوري شهزاد محمدي ډیره ښه لوبه وکړه او ناسوځیدلي ۹۱ منډې جوړې کړې، دغه راز لوبډلمشر نوروز منګل شپږو شپږیزو سره ۷۶ منډې  او کریم صادق ۲۴ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

وفا وویل چې دې لوبې ګټلوسره افغانستان داسیا ایلپ جام سیالیو کې درییم مقام خپل کړ. دې مقام ترلاسه کولو سره دغه راز افغانستان دا چانس هم ترلاسه کړ چې په ۲۰۱۳ کال کې په سنګاپور کې داسیا د مهمو هیوادونو د الف لوبډلو په سیالیو کې برخه واخلي.

افغانستان ددې جام په ګروپي سیالیو کې  خپلې څلور واړه لوبې وګټلې، خو په نیمه پای لوبه کې له کوربه متحده عربي اماراتو یې ماتې خوړلې وه.

ددې سیالیو پای لوبه د متحده عربي اماراتو او نیپال ترمنځ روانه ده، د اماراتو لوبډلې نیپال ته د ګټلو لپاره د ۲۴۲ منډو هدف ورکړی دی او ددې خبر تر خپریدو پورې د نیپال لوبډلې ددوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې دي.

دغه سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ګروپ کې افغانستان، عمان،بوتان، ماليزيا او د مالديف لوبډله، په ب ګروپ کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هانګ کانګ ، کویټ او د نيپال لوبډلې شاملې دي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version