ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په اسیایي سیالیو کې مالیزیا ته ماتې ورکړه

3 Oct 2012 - 14:43
3 Oct 2012 - 14:43

کابل (پژواک ١٢ تله ٩١): د اسيا د کرکټ د ایلیټ جام د سیالیو په لړ کې پخپله لومړۍ لوبه کې مالیزیا ته ماتې ورکړه.

د اتو هېوادونو په ګډون د اسيا د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کرکټ د ايليت جام سيالۍ نن (د تلې ١٢مه) په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ لوبه له ماليزيا سره ترسره کړه،  د دې لوبې پچه مالیزیا وګټله او لومړی یې افغانستان ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وويل، چې ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٤ منډې جوړې کړې او ماليزيا ته يې د ٢٣٥ منډو هدف کېښود.

د هغه په وينا، د افغانستان له لوري سمېع الله شينواري ٥٦، محمدنبي ٤٧، شهزاد محمدي او نوروز منګل ٢٠، ٢٠ او کريم صادق ١٦ منډې جوړې کړې.

وفا وایي چې د مالیزیا لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو یې یواځې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دلوبه د ۳۶ منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري ګلبدین نایب درې، محمد نبي دوه او شاه پور ځدران د مالیزیا یو لوبغاړي وسوځاوه.

محمد نبي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغانستان به سبا خپله دویمه لوبه له عمان سره ترسره کوي، عمان نن مالدیف ته لویه ماتې ورکړه.

سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ مشر  شهزاده مسعود او اجرايیوي رییس ډاکټر حامد شینواري پر دې بریا ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

شهزاده مسعود ویلي چې ملي لوبډلې یو ځل بیا وښوده، چې دوی اوس هم د نړۍ یو له پیاوړو  لوبډلو څخه دي او هیله یې څرګنده کړه چې د پخوا په څیر ملي لوبډله یو ځل بیا دا اتلولي خپله کړي.

 دیادونې وړ ده چې افغانستان ددې اتلولیو قهرمان دی او سږ کال د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

دغه سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، ماليزيا او د مالديف لوبډله، په ب ګروپ کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او د نيپال لوبډلې شاملې دي.

 

 

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version