ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په اسیایي سیالیو کې عمان ته هم ماتې ورکړه

4 Oct 2012 - 14:21
4 Oct 2012 - 14:21

کابل ( پژواک، ١٣ تله ٩١ ) : داسيا د کرکټ ايليټ کپ سياليو په لړ کې افغانستان نن په خپله دویمه لوبه کې عمان ته هم ماتې ورکړه.

داتو هېوادونو په ګډون داسيا د کرکټ ددويمې درجې هېوادونو د کرکټ د ايليت جام سيالۍ  د تلې په ١٢مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي .

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د تلې په ١٣ مه، خپله دويمه لوبه له ماليزيا سره پيل کړې ده، د دې لوبې پچه عمان وګټله او لومړى يې افغانستان ته دلوبې کولو بلنه ورکړه.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٨ منډې جوړې کړې او عمان ته يې د ٢٦٩ منډو هدف وټاکه.

د هغه په وينا، د افغانستان له لوري شهزاد محمدي او کريم صادق ډېره ښه لوبه وکړه، محمدي سليزه ووهله او ١٠٠ منډې يې جوړې کړې او کريم صادق د ٨٥ منډو د ټپي کېدو له امله له ميدان څخه ووت .

وفا وايي ،چې دغه راز سميع الله شينواري ٢٥، اصغر ستانکزي ٢١ او افسر خان ١٢ منډې جوړې کړې.

د عمان له لوري ذيشان صديقي دافغانستان پنځه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ ویاند وایي چې د عمان لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۸ اوورونو کې په ۱۹۴  منډو وسوځیده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۷۴ منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري دولت ځدران ۳، محمد نبي ۲، شاه پور ځدران ، ګلبدین نایب، رحمت شاه او نوروز منګل یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان پرون پخپلې لومړۍ لوبه کې ماليزيا ته ماتې ورکړې وه او دشنبې په ورځ به له مالیف سره لوبه کوي.

دغه سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، ماليزيا او د مالديف لوبډله، په ب ګروپ کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او د نيپال لوبډلې شاملې دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version