ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوانانو کرکټ لوبډله د اسيايي سياليو نيمه پاى لوبې ته ووتله

26 Jun 2012 - 14:24
26 Jun 2012 - 14:24

کابل (پژواک ٦ چنګاښ ٩١): دهېواد د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د ماليزيا په اسيايي سياليو کې نن د بنګله دېش د ځوانانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د اسيا د اتو غوره هېوادونو له ١٩کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د چنګاښ په درېيمه په ماليزيا کې پيل شوې دي.

افغانستان نن (د چنګاښ په شپږمه )) خپله درېيمه لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړه او په اووه وېکټو يې دغه هېواد ته ماتې ورکړه.

په ماليزيا کې د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې مدير شېراغا همکار د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د ياد هېواد د ځوانانو لوبډلې په پنځوسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٠ منډې جوړې کړې.

همکار وايي ، چې دافغانستان له لوري جاوېد احمدي او افتاب عالم درې، درې، شبير نوري دوه او شرف الدين د بنګله دېش يو لوبغاړى وسوځول.

هغه زياته کړه، چې افغانستان ددې هدف ترلاسه کولو لپاره په ډېر احتياط سره لوبه وکړه، خو کله چې يې منډې ١٩ ته ورسېدې، نو باران په لوبه کې خنډا پيدا کړ او لوبه د څه وخت لپاره ودرېده.

کله چې لوبه بېرته پيل شوه، نو د کرکټ دقوانينو له مخې، د افغانستان له برخې څخه اته اورونه او ٢٠ منډې کمې شوې او افغانستان ته په ٤٢ اورونو کې د٢٢٠ منډو هدف ورکړل شو.

شېراغا همکار وايي ، چې افغانستان دغه هدف ددرېيو لوبغاړو په سوځېدو په څلوېښتم اوور کې ترلاسه ، لوبه يې وګټله او ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د افغانستان له لوري د لوبډلې کپتان جاوېد احمدي د توپ اچولو ترڅنګ ښه توپ وهنه هم وکړه او ٧١ منډې يې جوړې کړې، شبير نوري ٥٧ ، افسر ځاحي ٤٦ او نجيب ځدراڼ ٣٣ منډې جوړې کړې.

جاوېد احمدي ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به په نيمه پاى لوبه کې له پاکستان سره لوبه ترسره کوي .

افغانستان له دې مخکې قطر ته ماتې ورکړې وه، خو له سريلانکا څخه يې ماتې خوړلې وه.

د ماليزيا په سياليو ګډون کوونکي هېوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوي، په الف ګروپ کې ماليزيا، هندوستان، نيپال، پاکستان او (ب) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر، سريلانکا دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version