ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډله ماليزيا ته روان شوه

د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډله ماليزيا ته روان شوه

author avatar
20 Jun 2012 - 16:24
د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډله ماليزيا ته روان شوه
author avatar
20 Jun 2012 - 16:24

کابل (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): د هېواد د ١٩کلنو ځوانانو ملي لوبډله نن له غرمې وروسته په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه ماليزيا ته روانه شوه.

ماليزيا ته له روانېدو مخکې د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر حامد شينواري په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د ١٩کلنو ځوانانو ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په اسيايي سياليو کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه، چې د دغو سياليو په څنډه کې د کرکټ د نړۍ عمومي غونډه هم کېږي، چې په کې د کرکټ نړيواله شورا، اسيايي شورا، افريقايي شورا، اروپايي شورا او نورې اړوندې ادارې ګډون کوي.

د نوموړي په وينا، په دې کلنۍ غونډه کې به د افغانستان پلاوى هم ګډون وکړي.

ډاکتر حامد شينواري وويل، چې په دې غونډه کې به افغانستان د کرکټ له اسيايي شورا (اى. سي. سي) څخه يو لړ غوښتنې ولري او غونډې ته به يې وړاندې کړي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې دوى په افغانستان کې د کرکټ په برخه کې د شوو کارونو، پرمختګونو او ودې په اړه يو بشپړ راپور يا پريزينټېشن جوړ کړى، چې د غونډې ګډونوالو ته به يې وړاندې کړي.

نوموړي د کرکټ د اسيايي سياليو په اړه وويل، چې دوى د ١٩کلنو ځوانانو يوه پياوړې لوبډله ټاکلې او هيله يې څرګنده کړه، چې له اسيايي سياليو څخه به له بريا سره راوګرځي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې د روان زېږديز کال په وروستيو کې په اسټراليا کې د ١٩کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ هم ترسره کېږي، چې د ماليزيا اسيايي سيالۍ به د نړيوال جام لپاره ښه تمرينات هم ثابت شي.

د ١٩کلنو ځوانانو روزونکى حاجي ولي امين پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د ماليزيا د اسيايي سياليو او د اسټراليا نړيوال جام لپاره په تياريو او تمريناتو بوخت وو.

هغه زياته کړه، چې دوى دا ځل ډېره پياوړې لوبډله ټاکلې او هيله يې څرګنده کړه، چې په ماليزيا کې ښه لاسته راوړنه ولري.

د ١٩کلنو ځوانانو کپتان جاوېد احمدي له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې د دوى لپاره يې د تمرينونو او تياريو ښې اسانتياوې او زمينې برابرې کړې وې.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى تل د هېوادوالو په دعاګانو برياوې راوړې او يو ځل بيا يې له هېوادوالو وغوښتل چې له دعاوو څخه دې نه هيروي.

په ماليزيا کې د ١٩کلنو لوبډلو اسيايي پنځوس اووريزې سيالۍ، چې په کې د اتو هېوادونو لوبـډلې برخه اخلي، د چنګاښ مياشتې په درېيمه نېټه د شنبې په ورځ پيليږي.

دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې ماليزيا، هندوستان، نيپال، پاکستان او په (ب)ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر، سريلانکا شاملې دي.

هره لوبه به ٥٠ اووره وي، لوبې به په ځايي وخت د سهار په لسو بجو (د افغانستان پر وخت د سهارشپږ نيمې بجې) پيلېږي.

د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ د چنګاښ په درېيمه له سريلانکا، دويمه د چنګاښ په څلورمه له قطر سره او درېيمه د چنګاښ په شپږمه له بنګله دېش سره ترسره کوي.

د ١٩ کلنو اسيايي سياليو ته د ١٩کلنو ملي لوبډلې لپاره لاندې کسان غوره شوي دي:

جاوېد احمدي (کپتان) افتاب عالم، افسر خان، فريداحمد ملک، محمديمين، حشمت الله، محب الله، ناصر جمال، سيداحمد شېرزاد، نجيب الله، ضياء الله، شرف الدين، شبيراحمد، نورالحق، او فطرت الله.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.