ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې په کرکټ لوبه کې قطر ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې په کرکټ لوبه کې قطر ته ماتې ورکړه

author avatar
24 Jun 2012 - 13:05
د افغانستان د ځوانانو لوبډلې په کرکټ لوبه کې قطر ته ماتې ورکړه
author avatar
24 Jun 2012 - 13:05

کابل (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د هېواد د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د ماليزيا په اسيايي سياليو کې نن د قطر د ځوانانو لوبډلې ته په لوى توپير سره ماتې ورکړه.

د اسيا د اتو غوره هېوادونو له ١٩کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د چنګاښ په درېيمه په ماليزيا کې پيل شوې دي.

افغانستان نن (د چنګاښ څلورمه) خپله دويمه لوبه له قطر سره ترسره کړه، چې د ١٩١ منډو په لوى توپير سره يې د دغه هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په ماليزيا کې د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې مدير شېراقا همکار د ټيلېفون پر ليکه پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د ياد هېواد د ځوانانو لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه او د لسو لوبغاړو په سوځېدو په اوه څلوېښت اورونو کې يې ٣٠٨ منډې جوړې کړې او قطر ته يې د ٣٠٩ منډو هدف کېښود.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري نورالحق ملکزي ٥٣، شبير نوري ٥١، نجيب ځدران ٤٩، محب الله پاک ٤١، حشمت الله شاهدي ٣٣ او جاوېد احمدي ٢٧ منډې جوړې کړې.

همکار وويل، چې د قطر لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١١٧ منډو وسوځېدله.

د ځوانانو د لوبډلې منېجر وايي، چې د افغانستان له لوري جاوېد احمدي ٥، افتاب عالم او شبير نوري دوه دوه او نجيب الله ځدران يو لوبغاړى وسوځول.

جاوېد احمدي د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

پرون د دغو سياليو په لومړۍ ورځ سريلانکا افغانستان ته ماتې ورکړې وه، افغانستان به د چنګاښ په شپږمه له بنګله دېش سره لوبه کوي، د دې لوبې ګټل د افغانستان لپاره ډېره مهمه ځکه ده، چې له دې بريا سره افغانستان نيمه پاى لوبې ته د لارې پيدا کولو چانس ترلاسه کوي.

د ماليزيا په سياليو  ګډون کوونکي هېوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوي دي، په الف ګروپ کې ماليزيا، هندوستان، نيپال، پاکستان او (ب) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر، سريلانکا دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.