کابل (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د هېواد د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د ماليزيا په اسيايي سياليو کې نن د قطر د ځوانانو لوبډلې ته په لوى توپير سره ماتې ورکړه.
د اسيا د اتو غوره هېوادونو له ١٩کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د چنګاښ په درېيمه په ماليزيا کې پيل شوې دي.
افغانستان نن (د چنګاښ څلورمه) خپله دويمه لوبه له قطر سره ترسره کړه، چې د ١٩١ منډو په لوى توپير سره يې د دغه هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په ماليزيا کې د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې مدير شېراقا همکار د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د ياد هېواد د ځوانانو لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه او د لسو لوبغاړو په سوځېدو په اوه څلوېښت اورونو کې يې ٣٠٨ منډې جوړې کړې او قطر ته يې د ٣٠٩ منډو هدف کېښود.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري نورالحق ملکزي ٥٣، شبير نوري ٥١، نجيب ځدران ٤٩، محب الله پاک ٤١، حشمت الله شاهدي ٣٣ او جاوېد احمدي ٢٧ منډې جوړې کړې.
همکار وويل، چې د قطر لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١١٧ منډو وسوځېدله.
د ځوانانو د لوبډلې منېجر وايي، چې د افغانستان له لوري جاوېد احمدي ٥، افتاب عالم او شبير نوري دوه دوه او نجيب الله ځدران يو لوبغاړى وسوځول.
جاوېد احمدي د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
پرون د دغو سياليو په لومړۍ ورځ سريلانکا افغانستان ته ماتې ورکړې وه، افغانستان به د چنګاښ په شپږمه له بنګله دېش سره لوبه کوي، د دې لوبې ګټل د افغانستان لپاره ډېره مهمه ځکه ده، چې له دې بريا سره افغانستان نيمه پاى لوبې ته د لارې پيدا کولو چانس ترلاسه کوي.
د ماليزيا په سياليو ګډون کوونکي هېوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوي دي، په الف ګروپ کې ماليزيا، هندوستان، نيپال، پاکستان او (ب) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر، سريلانکا دي.










