منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه مساوي شوه

· ۱ دقیقه لوستل

کابل پژواک) – د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه د لړم په ١٤مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي پیل شوې وه او نن په پنځمه ورځ مساوي پای ته ورسېده.

د دې لوبې پچه د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې و ګټله او په لومړۍ پاڼۍ کې یې ٥٠٤ منډې وکړې او همدارنګه په ځواب کې یې افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ٥١٤ منډې وکړې.

دغه راز زمبابوې په دویمه پاڼۍ کې د پنځمې ورځې تر پایه د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ٥٢٣ منډې وکړې او له دې سره افغانستان ته د دویمې پاڼۍ د ترسره کولو وخت پاتې نه شو او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د یادونې ده، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه به د روانې لړم میاشتې په ٢٢مه پیل شي.