ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال الن په اروپا کې د ناټو لوی قوماندان وټاکل شو

10 Oct 2012 - 18:50
10 Oct 2012 - 18:50

کابل ( پژواک ۱۹ تله ۹۱ ) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن په اروپا کې د ناټو سازمان دلوی قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د امریکا دبحري ځواکونو غړی جنرال جان الن د ۲۰۱۱ زیږدیز کال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوی قوماندان په توګه په دنده پیل کړې وه.

په اروپا کې د ناټو سازمان د لوی قوماندان په توګه دهغه د ټاکل کیدو اعلان د ناټو سرمنشي انډس فوغ راسموسن نن دتلې په ۱۹مه، د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو ددفاع وزیرانو دغونډې په دویمه ورځ د یوه خبري  غونډې پر مهال وکړ.

هغه زیاته کړه چې دوی دغه پریکړه د امریکا دولسمشر بارک اوباما له منظورولو وروسته کړې ده.

نوموړي وویل چې جنرال جان الن به خپله نوې دنده د۲۰۱۳ کال په پسرلي کې پیل کړي.

له دې مخې تیره میاشت د امريکا دفاع وزير د بحري ځواکونو مرستيال جنرال جوزف په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو دلوى قوماندان په توګه وړانديز کړى و.

جنرال ډنفرډ جوزف اوسمهال د امريکا د بحري ځواکونو مرستيال  دى او هغه به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د لوى قوماندان جنرال جان الن ځاى و نيسي.

جنرال جوزف له دې مخکې په عراق کې هم دنده ترسره کړې، هغه له ٢٠١٠ کال راهيسې د امريکا د بحري ځواکونو د مرستيال قوماندان په توګه دنده ترسره کوي .

په افغانستان کې د امريکا او ناټو د لوى قوماندان د بدلېدو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې افغانستان يو مهم پړاو ته داخل شوى دى.

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه په وروستي پړاو کې ده او ټاکل شوې ده، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې دا پروسه پاى ته ورسېږي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

دغه راز ويل کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او امريکا ترمنځ د نظامي تړون په اړه هم ددواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې پيل شي، په داسې حال کې، چې امريکا په افغانستان کې خپل سفير هم بدل کړى دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version