ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال جوزف په افغانستان کې د ناټو د لوى قوماندان په توګه وړانديز شوى

23 Aug 2012 - 11:37
23 Aug 2012 - 11:37

کابل ( پژواک ٢ وږى ٩١ ) : د امريکا دفاع وزير د بحري ځواکونو مرستيال جنرال جوزف په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو دلوى قوماندان په توګه وړانديز کړى دى.

رايټرز اژانس د وږي په ٢مه، دامريکا د دفاع وزارت د سرچينو په حواله خبر ورکړى ،چې ددفاع وزير ليون پنيټا په دې اړه ولسمشر بارک اوباما ته وړانديز لېږلى دى.

سرچينې زياته کړې، چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه ولسمشر بارک اوباما کوي ، خو د ولسمشر تر پرېکړې وروسته يې له کانګرېس څخه  منظوري اړينه ده.

په ياد راپور کې راغلي ، چې جنرال ډنفرډ جوزف اوسمهال د امريکا د بحري ځواکونو مرستيال  دى او هغه به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د لوى قوماندان جنرال جان الن ځاى و نيسي.

جنرال الن تېر کال د جولاي په مياشت کې په دې دنده ګومارل شوى و، له ده څخه مخکې جنرال پيټرايس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان و.

په ياد راپور کې راغلي ،چې جنرال الن به په اروپا کې د امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وټاکل شي .

جنرال جوزف له دې مخکې په عراق کې هم دنده ترسره کړې، هغه له ٢٠١٠ کال راهيسې د امريکا د بحري ځواکونو د مرستيال قوماندان په توګه دنده ترسره کوي .

په افغانستان کې د امريکا او ناټو د لوى قوماندان د بدلېدو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې افغانستان يو مهم پړاو ته داخل شوى دى.

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه په وروستي پړاو کې ده او ټاکل شوې ده، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې دا پروسه پاى ته ورسېږي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

دغه راز ويل کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او امريکا ترمنځ د نظامي تړون په اړه هم ددواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې پيل شي، په داسې حال کې، چې امريکا په افغانستان کې خپل سفير هم بدل کړى دى.

د سياسي چارو کارپوهه محمد حسن حقيار وايي، چې امريکا د نظامي تړون په موخه د خبرو اترو يوې پياوړې ډلې ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا،نظامي تړون تخنيکي برخې لري، چې څومره امريکايي سرتېري بايد له ٢٠١٤ کال وروسته پاتې شي ، امريکا دلته څومره نظامي اډې ولري او داسې نور.

هغه پژواک اژانس ته وويل،چې د ناټو قوماندان جنرال الن او د امريکا سفير ريان کراکر د ستراتيژيک سند په برياليتوب لاسليک کولو کې مهم رول لوبولى و.

نوموړي زياته کړه : (( اوس به ګورو چې امريکا نظامي تړون لپاره د خبرو اترو پياوړې ډله جوړوي، خو دا به  وروسته معلومه شوې، چې نوې ډله يې څومره پياوړې ده.))

په کابل کې  د امريکا مرستيال سفير د ريان کراکر ځاى ناستى ټاکل شوى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version