ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما جنرال جوزف په افغانستان کې د ناټو نوى قوماندان ونوماوه

11 Oct 2012 - 11:39
11 Oct 2012 - 11:39

واشنګټن ( پژواک، ٢٠ تله ٩١ ) : د امريکا ولسمشر بارک اوباما په رسمي توګه جنرال جوزف ډنفورډ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د نوي قوماندان په توګه ونوماوه.

جنرال جوزف به په راتلونکي کال کې د جنرال جان الن ځاى ونيسي، څوک چې پرون په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې په اروپا کې د ناټو د لوى قوماندان په توګه وټاکل شو.

جنرال جان الن د ٢٠١١ زېږديز کال په جولاى مياشت کې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د لوى قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.

له سپينې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر بارک اوباما د جنرال الن د خدمتونو ستاينه کړې، چې په افغانستان کې يې دترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر مهال ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه ، چې د الن تر قوماندې لاندې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې ډېر پرمختګ کړى او خپلو موخو ته نږدې شوي دي.

اوباما هيله څرګنده کړې، چې جنرال جوزف ډنفورډ له ملي شورا څخه تر منظورېدو وروسته به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو ښه مشري ترسره کړي.

جنرال جوزف له دې مخکې په عراق کې هم دنده ترسره کړې، هغه له ٢٠١٠ کال راهيسې د امريکا د بحري ځواکونو د مرستيال قوماندان په توګه دنده ترسره کوي .

په افغانستان کې د امريکا او ناټو د لوى قوماندان د بدلېدو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې افغانستان يو مهم پړاو ته داخل شوى دى.

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه په وروستي پړاو کې ده او ټاکل شوې ده، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې دا پروسه پاى ته ورسېږي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version