ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د نوي ماموریت منظوري ورکړه

10 Oct 2012 - 20:16
10 Oct 2012 - 20:16

کابل ( پژواک ۱۹ تله ۹۱) : د ناټو ددفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د دغه سازمان د نوي ماموریت منظوري ورکړه.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو سازمان په مرکزي دفتر کې ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه چې پرون پیل شوې وه، نن پای ته ورسیده.

ټاکل شوې ده، چې ده چې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د ایساف ماموریت پای ته ورسیږي، د روان کال په اپریل میاشت کې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د روزنې او مشورو د نوي ماموریت وړاندیز کړی و.

په بروکسل کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې دغه وړاندیز نن ددفاع وزیرانو ددویمې ورځې په غونډه کې منظور شو.

سرچینې د ناټو سازمان د سرمنشي انډس فوغ راسموسن له خولې ویلي، چې ددې غونډې په دویمه ورځ د ناټو سازمان اړونده ددفاع وزیرانو د ایساف هیوادونو له استازو سره یو ځای په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت د لومړۍ مرحلې پلانونو منظوري ورکړه.

راسموسن ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې ددوی نوی ماموریت چې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورو او نورو همکاریو پورې تړاو لري، د ناټو داوسني محاربوي ماموریت ځای نیسي.

هغه وایي چې ددفاع وزیرانو پر یوه پراخه چوکاټ هم موافقه وکړه، چې له مخې یې د ناټو او ایساف نظامي پلان جوړونکي به دروان ماموریت  د راتلونکو څو میاشتو په اړه تصمیمونه نیسي.

د ناټو سرمنشي زیاته کړې چې دغه پلانونه به د ۲۰۱۳ کال له پایه مخکې بشپړیږي.

 راسموسن یو ځل بیا وویل چې دافغان ځواکونو لخوا دناټو پر ځواکونو بریدونه به ددوی پر ستراتیژۍ هیڅ اغیز ونه کړي او د ټاکل شوي مهال ویش له مخې به له ایساف څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د چارو پروسه به پر مخ وړل کیږي.

د ناټو ددفاع وزیرانو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې دافغانستان ددفاع وزیر جنرال بسم الله خان هم له یوه پلاوی سره ګډون کړی و.

هغه نن له دې غونډې وروسته خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د ناټو له دفاع وزیرانو څخه یې د افغان ځواکونو لپاره ددرنو وسلو او د افغان هوایي ځواک د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه.

د بسم الله خان په وینا، د ناټو ددفاع وزیرانو  ته یې پر کونړ ولایت د پاکستانیو ځواکونو د توپچي ډزو په اړه هم شکایت کړی دی.

د کونړ د چارواکیو په وینا، په تیرو شپږو میاشتو کې ددې بریدونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دی.

د افغانستان ددفاع وزیر داهم ویلي چې دداخلي بریدونو د مخنیوي لپاره یې یو لړ اقدامات په اړه اچولي  دي.

ددغو بریدونو له امله په روان کال کې تر اوسه شاوخوا ۵۵ د ناټو سرتیري وژل شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version