ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د ولور کچه له سلو زرو ډالرو اوښتې ده

11 Oct 2012 - 13:01
11 Oct 2012 - 13:01

کابل، ترينکوټ ( پژواک ٢٠ تله ٩١ ) :په ټوله نړۍ او افغانستان کې نن د کم عمره نجونو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي،

چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کم عمره  نجونو ودول او د  زيات ولور اخيستو کچه ډېره لوړه شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې د بېلابېلو ادارو له خوا د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه ګډه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى له افغانانو سره په ګډه دغه ورځ نمانځي.

د ملګرو ملتونو په دې ادارو کې (د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق،د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو ماموريت) شامل دي.

سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې په ماشومتوب کې د نجونو ودول يو  تريخ حقيقت دى .

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د افغانستان د ۱۳۹۰ کال د څو شاخصه سروې پر بنسټ د افغانستان په سلو کې ۴۶ ښځې له ۱۸ کلونو څخه کم  او ۱۵ په سلو کې له  ۱۵ کلونو عمر څخه کم سن کې وديږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملګري ملتونه د ماشومې نجلۍ نړيواله ورځ ، د نجونو پر وړاندې د ننګونو پر هووارولو ټينګار کوي، تر څو د ښځو پياوړتيا او د هغوی د حقونو ډاډه کولو ته وده ورکړي.

سرچينه کاږي، چې د ماشومانو له ودونو څخه مخنيوى د نجونو له حقونو څخه ساتنه کوي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د خطر د کمولو، له وخت څخه مخکې حامله کېدو، د ايډز په ناروغۍ اخته کېدو او د ميندو د مړينې او معيوبيت امکانات کموي.

په افغانستان او نړۍ کې د کم عمره نجونو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کم عمره نجونو د ودونو او  پر نجونو د ولور اخيستو کچه ډېره لوړه شوې ده.

د زيات ولور اخيستو کچه په ځانګړې توګه په سوېل او سوېل ختيځو ولايتونو کې ډېره ډېره لوړه  ده.

د سوېلي ولايت اروزګان اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د ولور ترڅنګ نور ناوړه دودونه هم زيات شوي او له علماوو يې غوښتي، چې ددې د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.

ددې  ولايت د ښځو چارو  رييسه رڼاسميع وفا وايي، چې په دې ولايت کې د ولور د لوړې کچې له امله ډېرى نجونې او هلکان له ودونو پاتې شوي دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، په دې ولايت کې لوړ ولور اخيستل د خلکو په منځ کې يو دود ګرځېدلى او هر يوه کورنۍ هڅه کوي، چې په خپله  لور زيات ولور واخلي.

نوموړې زياته کړه : (( که څه هم کره معلومات نه لرم، خو له خلکو مې اورېدلي دي، چې تر سلو زرو زيات ډالر ولور په دې ولايت کې اخيستل شوى دى.))

د هغې په وينا، تر درېيو ميليونو افغانيو ولور اخيستل خو په دې ولايت کې عادي خبره ده، خو اوس له دې هم زيات شوى دى.

مېرمن رڼا له علماوو او قومي مشرانو وغوښتل ،چې د ناوړه دودونو پر وړاندې مبارزه وکړي او د جوماتونو او حجرو له لارې دې خلکو ته معلومات ورکړي.

د اروزګان مرستيال والي خداى رحيم خان دوه ورځې مخکې په ترينکوت ښار کې د ناوړه دودونو په اړه يوې غونډې ته ومنله، چې په دې ولايت کې دا ډول دودونه اوج ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه ،چې د ناوړه دودونو او ډېر لګښت  د مخنيوي لپاره بايد ديني علماء ډېرې هلې ځلې وکړي او خپل رول ولوبوي.

په اروزګان کې د مدني ټولنې يو غړى عزت الله لطيفي وايي ،چې ناوړه دودونه بدې پايلې لري او بايد يې مخنيوى وشي .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې د زيات ولور يا مهر له امله ډېرى ځوانان او نجونې له ودونو پاتې شوي دي .

د هغه په وينا، له همدې امله ډېرى ځوانان د مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته ځي، چې هلته بيا په نشو روږدي کېږي .

د مدني ټولنې يو بل غړى نجيب الله وايي، چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې له پنځوس زرو ډالرو څخه نيولې تر ١٥٠ زرو ډالرو پورې ولور اخيستل شوى دى.

د نوموړي په وينا، که چېرې  د لوړ ولور اخيستو دود همداسې  دوام وکړي، نو ډېرى هغه ځوانان ، چې ددې ولور ورکولو توان نه لري، له ودونو څخه به پاتې شي او دا کار به  ناوړه پايلې ولري.

د اروزګان  يو ديني عالم مولوي دُرمحمد وايي، چې د اسلام د مبارک دين له مخې ، په بدو کې د ښځو ورکول، د زيات مهر او ولور اخيستل جواز نه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ودونو کې نور زيات لګښتونه هم جواز نه لري او زياته يې کړه ، چې ديني علما به په دې برخه کې د عامه پوهاوي له لارې خپل رول ترسره کړي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version