ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کارګرانو ټولنه په اقتصادي عالي شورا کې غړيتوب غواړي

15 Oct 2012 - 16:01
15 Oct 2012 - 16:01

کابل (پژواک ٢٤ تله ٩١): د افغانستان د کارګرانو ټولنه وايي، چې حکومت بايد په جوړېدونکې اقتصادي عالي شورا کې د دوى استازي ته هم غړيتوب ورکړي او په هېواد کې دې بېکاره کسانو ته کار ومومي.

وړمه ورځ د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي وويل، چې حکومت غواړي د هېواد د اقتصادي فعاليتونو د همغږۍ لپاره، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا جوړه کړي.

احدي ويلي، چې درې وزيران، د اقتصاد پوهنځيو يو شمېر استادان او د خصوصي سکټور ځيني استازي به د دې شورا غړي وي او دا شورا به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې د ستونزو د ډېرېدو وړاندوينه په کې کېږي، د اقتصاد د ثابت پاتې کېدو هڅه کوي.

خو د افغانستان د کارګرانو ټولنه وايي، چې په دې شورا کې دوى ته ونډه په پام کې نه ده نيول شوې.

د دې ټولنې مشر معروف قادري نن په کابل کې يوې خبري ناستي ته وويل، چې د کارګرانو د ١٤٤ ګڼې نړيوال کنوانسيون له مخې، په ياده شورا کې بايد درې اقتصادي شريکان (دولت، په کار ګوماروونکي او کارګران) ګډون ولري.

قادري وويل، چې په دې شورا کې دولت د ځان او د سوداګرۍ خونه د هغو کسانو استازيتوب کوي چې کارګر پر دندو ګوماري، خو وايي چې د ګارګرو استازولۍ ته څوک په پام کې نه دي نيول شوي.

ده زياته کړه: “په دې شورا کې بايد د کارګرو له حقونو د ملاتړ په موخه د کارګرو استازي ته ونډه ورکړل شي… زموږ غوښتنه دا ده چې د ښې حکومتدارۍ لپاره د کارګرو استازى بايد په داسې مسايلو کې حضور ولري او په رسمي ډول ورته بلنه ورکړل شي.”

په دې وروستيو کې داسې اندېښنې څرګندې شوې چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته، افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د کارګرانو د ټولنې مشر هم وويل، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به هغه کسان بېکاره شي، چې اوسمهال له دغو ځواکونو سره کار کوي.

ده وويل، چې حکومت بايد په هېواد کې د مخ په زياتېدونکې بېکارۍ مخنيوى وکړي او خلکو ته دې د کارموندنې لپاره لازم اقدامات په پام کې ونيسي.

قادري وايي، که دولت په تېرو لسو کلونو کې بنسټيزو پروژو او د فابريکو جوړولو ته پام کړى واى نو اوس به تر ډېره په هېواد کې د بېکارۍ ستونزه حل وه.

ده همداراز وويل، چې که حکومت له کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي او پر هغو توليداتو ماليه ډېره کړي چې له بهره وارديږي، نو په دې سره د کورنيو توليداتو د خرڅلاو مارکېټ لوړيږي او په توليدي فابريکو کې کارګرانو ته د کار زمينه برابرېږي.

خو د ماليې وزارت وايي، چې دغه کار يې لا له وړاندې پيل کړى او پر هغو بهرنيو توکو يې ماليه ډېره کړې چې په افغانستان کې هم توليدېږي او اړتياوې پوره کوي.

د ماليې وزارت وياند وحيد توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه وزارت هغو توکو ته، چې کورنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى، مناسبه ماليه ټاکلې ده، ترڅو د خلکو اړتياوې پوره شي.

ده د بېلګې په توګه وويل، چې تېر کال د کورنيو اوړو د توليداتو کچه دومره وه، چې تر څلورو مياشتو يې بسنه کوله او په دې موده کې يې د اوړو پر وارداتو ماليه ٣٠ سلنې ته لوړه کړه.

دى وايي، چې ماليې وزارت له څلورو مياشتو وروسته د اوړو پر وارداتو دوه سلنه ماليه ټيټه کړه.

د کارګرانو د ټولنې مشر وويل، د معتبرو سرچينو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ١٦ ميليونه کسان د کار وړتيا لري چې ٣ ميليونه يې پر کارونو بوخت او پاتې نور يې کله په کار او کله بېکاره وي.

قادري افغانستان ته د بهرنيو کارګرانو راتګ هم په هېواد کې د کورنيو کارګرو د بېکارۍ لامل وباله.

ده له دولته وغوښتل، چې هېواد ته د هغو بهرنيو کارګرو د راتګ مخه ونيسي، چې په غير قانوني ډول افغانستان ته راځي.

 له پاکستان څخه يو شمېر کسان پرته له دې چې قانوني اسناد ولري، افغانستان ته د کار لپاره راځي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version