ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې کارګران د کار او مزد له کموالي شکایت کوي

6 Jun 2023 - 16:27
6 Jun 2023 - 16:27

کابل (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۲): په کابل ښار کې یو شمېر کارګران د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او د چارو شنونکي وایي، حکومت او نړۍواله ټولنه باید د دې ستونزې د حل لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړي.

سبا (د مۍ لومړۍ نېټه) د کارګر نړۍواله ورځ ده؛ دغه ورځ هر کال په نړۍ کې نمانځل کېږي.

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ کارګران د کارموندلو په موخه راټولېږي.

د دغه ښار د څلورمې حوزې اړوند د تايمني اتم سړک یو له دغو سیمو دی.

محمدعوض – چې نن یادې سیمې ته د کارموندلو په موخه راغلی – پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله مو چې ته ولېدې نو فکر مې وکړ چې کوم کارګر ته به اړتیا لرې، خو ته هم خبريال وختې؛ ډېرې مرکې مو کړې، هېڅ ځای يې نه ده نیولی؛ د فقیر او غريب په کيسه کې هېڅوک هم نه دي.»

هغه چې په کابل ښار کې د بې‌کارۍ له ډېرېدو شکایت درلود، زیاته کړه چې په تېرو لسو ورځو (تر کوچني اختر راورسته) يې هیڅ کار نه دی کړی، له سهاره تر مازیګره په یاده سیمه کې د کار موندلو په تمه ولاړ وي، خو مازيګر تش لاس کور ته ځي.

محمدعوض زياتوي: «کار نشته، ډېر کسان وزګار دي، يو کس راشي او غږ وکړي چې په دوه سوه يا يو نيم سل افغانۍ څوک راسره ځي، دا چې ټول له مجبورې دلته راغلي، بس له يو کس سره جوړ شي او ورسره ولاړ شي، پاتې نور بیا د خدای هيلې ته پاتې شي؛ دغه ژوند ده!»

د هغه په وینا، تېر کال په اوونۍ کې درې – څلور ورځې کار ورته پيدا کېده او کارګرانو ته به د کار په بدل کې د ورځې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ افغانۍ ورکول کېدې، خو اوس څوک د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۵۰ افغانۍ ډېرې نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کارګرانو تېر کال تلې میاشت کې کابل کې پژواک ته ویلي وو چې په اونۍ کې تر درې ورځو زیات کار نه شي موندلی او ځیني وخت د اونۍ ټولې ورځې هم بې‌کاره پاتې کېږي.

هغوی ویلي و چې  د ګارګر ورځنی مزد له ۱۵۰ تر ۳۵۰ افغانیو دی.

د حکومت متقاعد مامور محمداصف هاشمي هم په یاده سیمه کې د کار موندلو په تمه ولاړ و.

 هغه وویل، په تېرو دوو کلونو کې يې د تقاعد پیسې نه دي ورکړل شوې او د ورځې په مزدورۍ د خپلو اړتیاوو یوه برخه حل کوي.

هغه وايي: «۱۳ کسیزه کورنۍ لرم، او یوازې کارګر يې زه یم؛ مجبور يم چې قوت لایموت ورته پيدا کړم، ډېر کسان دلته د کارموندلو لپاره راځي، په ډېرې سختۍ په اوونۍ کې د يوې ورځې کار کولو چانس پيدا کوو، هغه هم په ۳۰۰ افغانۍ او کله هم تر دې په لږو پیسو.»

هاشمي حکومت ته په خطاب کې وویل: «حکومته! دا ستا مسووليت دی چې خپلو خلکو ته کار پيدا کړې، داسې لارې چارې ورته برابرې کړه چې موږ د دوامداره کار خاوندان شو، له دې غربته خلاص شو، باعزته کاروبار ولرو، هغه کسان چې لوړې زده‌کړې او کاري تجربې لري د هغو له تجربو او تحصیله ګټه واخله!»

د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند حاجي یعقوب څلورلارې هم هغه سیمه ده چې کارګران د کار موندلو په تمه په کې راټولېږي.

محمدناصر شریفي یو له دغو کسانو دی او وایي، بې‌کاري ډېره شوې، داسې کارګران هم شته چې اړ شوي په سل افغانۍ هم ټوله ورځ کار وکړي.

هغه وايي: «ورځ تر بلې وزګاري مخ په ډېرېدو ده، تر اختر راورسته يوازې يو ځل کار راته پيدا شوی، هغه هم په ۳۰۰ افغانۍ؛ اوس په اوونۍ کې يوه يا دوې ورځې په ډېرې سختۍ کار راته پيدا کېږي؛ لامل يې دا ده چې له يوې خوا کار کم شوی او له بلې خوا ډېر کسان وزګار شوي دي.»

نوموړي په یاده سیمه کې راټولو شوو کارګرانو ته د کارګر نړۍوالې ورځې مبارکي وویله او له حکومت او نړۍوالې ټولنې يې وغوښتل چې د افغانستان خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او کار د کار اهل ته وسپاري ترڅو د بېکارۍ ستونزه له منځه ولاړه شي.

شریفي په دې اړه چې په تېرو لسو ورځو کې يوازې ۳۰۰ افغانۍ ګټلې، د ژوند اړتیاوې څنګه پوره کوي؟ وویل: «روزي رسوونکی خدای (ج) دی، دا سمه ده چې د مرګ او ژوند پرېکړه لوی الله کوي، خو ژوند مې له سختو کړاوونو ډک دی، په ډېرې سختۍ د ژوند ستونزو ته اوږه ورکوم او شپې ورځې تېروم.»

په یادې څلورلارې کې یو بل ولاړ کس عظم‌الدین چې له تېرو شل کلونو راهيسې رنګمالي کوي؛ وايي: «په ټوله روژه کې يوه ورځ کار راته پيدا شو، هغه هم په ۵۰۰ افغانۍ او تر اختر را رورسته مې هم يوه ورځ کار کړی؛ بس څه وکړو، مجبوريت دی، ماشومان مو ډوډۍ غواړي او د کور خاوند کرايه.»

د هغه په وینا، تېر کال په اوونۍ کې درې څلور ورځې له زرو تر ۱۲۰۰ افغانیو په بدل کې کار ورته پيدا کېده.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر معمارانو او رنګمالانو د تېر کال په تلې میاشت کې کابل کې پژواک ته ویلي وو چې د هغوی ورځنی مزد له ۴۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو دی.

پژواک خبري اژانس نن (د غویي لسمه) د کابل ښار په ځینو نورو سیمو کې هم له یو شمېر کارګرانو سره خبرې وکړې او ټولو د کار او مزد له کموالي شکایت کاوه.

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي وایي، په تېرو دوو کلونو کې له يوې خوا د افغانستان اقتصاد ټکنی شوی او له بلې خوا ټولنيز او سياسي وضعيت ډېر ښه نه دی؛ دا چاره د دې لامل شوی چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه شي.

محمدي زياتوي: «دا د هر حکومت مسووليت دی چې له بېکارۍ سره مبارزه وکړي، د فقر کچه راکمه کړي، خپله پراختيايي بودجه زياته کړي، د اقتصادي ودانتيا لپاره برنامې او پلانونه جوړ کړي او نوې پروژې رامنځته کړي څو د دغو پروژو له لارې هم خصوصي سکټور ته د کار زمينه برابره شي او هم خلکو ته په دغو پروژو کې د کار زمينه پيدا شي او نوې دندې ترلاسه کړي.»

هغه وایي، اړتیا ده چې د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍواله ټولنه د افغانستان کارګرانو ته ځانګړی پام وکړي او د ستونزو د حل لپاره یې بنسټیز کارونه تر سره کړي، څو په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته شي.

د افغانستان د خواریکښو او کارګرو سراسري اتحادیې مشر ډاکټر لیاقت عادل وایي، افغانستان کې کارګران له   ستونزمن حالت سره مخ دي.

دی وایي، د کارګرو او خواریکښو د يووالي لپاره يې هڅې کړې او د هغوی غږ يې اوچت کړی، څو لاسنیوی یې وشي او حقوق یې ورکړل شي.

د عادل په وينا، د کافي مزد نشتوالی، پر ماشومانو سخت کارونه کول او د کار په ساحه کې د کارګرانو د حقونو غصب هغه ستونزې دي چې کارګران او خواريکښ ورسره مخ دي.

د کار او مزد له کموالي د کارګرانو شکایت مو د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره هم شریک کړ، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال په تلې میاشت کې پژواک ته ویلي و چې د بې‌کارۍ کمولو او کارموندنې په موخه پر لنډمهالو او منځ‌مهالو طرحو کار کوي او د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.

Views: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version