ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې کارګر د کار له کموالي شکایت کوي

3 Oct 2023 - 11:50
3 Oct 2023 - 11:50

مزارشریف (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګر د کار له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، مزارشریف ښار کې هره ورځ په اوسط ډول ۸۰۰ کارګر د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د کارموندلو په موخه راټولېږي.

د دغه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ښاروالۍ چوک یو له هغو سیمو ده چې هره ورځ لسګونه کسان په کې د کار موندلو په موخه را ټولیږي.

د دغو کارګر له ډلې خدایداد چې له فاریاب ولایت څخه مزارشریف ښار ته راغلی، وایي، هره ورځ دې سیمې ته د کار موندلو په موخه راځي خو که یوه ورځ کار پیدا کړي څو ورځې نور بیا وزګار وي.

هغه وایي: «د کار لپاره له فاریابه راغلی یم، د میاشتې درې زره افغانۍ د اتاق کرایه ورکوم، که یو ورځ کار پیدا شي څو ورځې نور بیکاره یم.»

هغه زیاتوي چې د کار کموالي سربېره د کارګرانو په مزد کې هم کموالی راغلی دی.

نوموړی وايي چې پخوا د کارګر مزد په ورځ کې ۳۰۰ افغانۍ و خو اوس خلک له ۲۵۰ افغانیو ډېر نه ورکوی.

شېرمحمد د دې سیمې یو بل کارګر هم د کار له کموالي شکایت کوي او وایي، سهار د کار په تمه راځي خو ډېری وخت تر ماښامه ورته کار نه پیدا کېږي.

هغه زیاتوي: «په تېرو کلونو کې کار ښه و هره ورځ به مو کار پيدا کاوه خو اوس اونۍ کې یوه یا دوه ورځې کار پیدا کېږي نور وزګاره وم.»

احمد فرهاد یو بل کارګر هم د کار له کموالي شکایت کوي او له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې دوی ته په دایمي توګه کاري فرصتونه برابر کړي.

سیدحسین یو بل کارګر هم ورته څرګندونې کوي او وایي، حکومت دې ځوانانو ته په دایمي توګه کاري فرصتونه برابر کړي، څو د کار لپاره له هېواده بهر ولاړ نه شي.

بلخوا د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کارګرانو دغه ستونزې مني او هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو ډاډ ورکوي.

د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس نصیراحمد ابو خالد وایي، د کارګرانو شمېر مخ پر زیاتیدو دی خو دغه ریاست هڅه کوي، څو له اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ یادو کسانو ته د پراختیایي او ټولګټو پروژو په عملي کولو سره دندې پیدا کړي.

د نوموړي په وینا د دوی د شمېرنې له مخې هره ورځ شاوخوا اته سوه کارګر د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې د کار موندلو په موخه راټولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال په تله میاشت کې ویلي و چې د بې‌کارۍ کچې ټيتولو او کارموندنې په موخه پر لنډمهالو او منځ‌مهالو طرحو کار کوي او د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.

Views: 212

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version