ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني ټولنه په شکايتونو کمېسيون کې د دوه بهرنيانو مخالفت کوي

21 Oct 2012 - 15:12
21 Oct 2012 - 15:12

کابل ( پژواک ٣٠ تله ٩١ ) : د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د شکايتونو په خپلواک کمېسيون کې د ملګرو ملتونو د سازمان د دوه کسانو د غړيتوب مخالفت وکړ او دا کار يې داساسي قانون سره په ټکر کې وباله.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز او حقوقپوهانو شبکې نن (د تلې ٣٠ مه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې د ښو ټاکنو لپاره ښو قوانينو ته اړتيا ده، چې يو يې د ټاکنو قانون او بل يې د دغه قانون د پلې کېدو لپاره شکلي قانون ته اړتيا وي.

د هغوى په وينا، تمه کېده، چې ولسي جرګه به په دې اړه مدني ټولنه، په ځانګړې توګه د حقوقپوهانو کړيو سره مشوره کوي او د هغوى نظرونه به اخلي، چې قانون د محتوا له شکله له مخې معيوب نه دي.

د حقوقپوهانو شبکې غړي عبدالستار سعادت خبري غونډې ته وويل، چې له بده مرغه ولسي جرګې دا مسوده تصويب کړه او په مشوره کې يې هم خپل ځانګړي محدوديتونه درلودل، چې په پايله کې يې د يوې معيوبې مصوبې تولد و.

د هغه په وينا، د مدني ټولنې له تعريف سره سم، دوى خپل مسووليت وباله، چې خپلې اندېښنې او وړانديز شوي تعديلات له مشرانو جرګې سره شريک کړي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ خپله طرحه او وړانديز شوي تعديلونه د مشرانو جرګې اړونده کمېسيون ته وسپارل او هيله لرو، چې په پام کې ونيول شي.))

د سعادت په خبره، د تقنيني اصولو له مخې، لومړى متني او حقيقي قانون رامنځ ته کيږي او د ياد قانون د اړتيا په حدودو کې شکلي قانون وضع کيږي.

ده وويل، چې لومړى بايد د ټاکنو قانون اصلاح شوى واى او بيا د ټاکنيزو کمېسيونونو د تشکيل، دندې او واک قانون تصويب او تشريح شوى واى، خو د ټاکنو کمېسيون، حکومت او ولسي جرګې دا حرکت معکوس پيل کړ.

د هغه په وينا، د کمېشنرانو په اړه د ولسمشر د واکونو محدودول يو مثبت پرمختګ دى او په راتلونکي کې د ټاکنيزو سياليو په برخه کې نسبتاً مساوي او عادلانه زمينه مساعدوي، خو په دې حکم کې محدوديت په داسې بڼه دى، چې د اساسي قانون ٦٤ مې مادې ١٣ مې فقرې سره په ټکر کې دى.

سعادت وايي: ((ولسمشر به د خپل واک نه په ګټې دا حکم ونه مني او مصوبه به په نهايت کې رد کړي او که يې ولسي جرګه په دوه ثلثو بيا تصويب کړي، ستره محکمه به يې د اساسي قانون د ١٢١ مې مادې له مخې رد کړي.))

نوموړي زياته کړه، چې دوى د شکايتونو خپلواک کمېسيون کې د ملګرو ملتونو د سازمان د دوه تنه کسانو د غړيتوب مخالفت کوي او د هغوى دا ډول شتون د اساسي قانون ٦٤ مې او د ملګرو ملتونو د منشور د ٧ مې مادې سره په تناقض کې بولي.

د يادونې ده، چې ولسمشر حامد کرزي هم تېره اونۍ ديوې خبري غونډې پر مهال د شکايتونو په خپلواک کمېسيون کې د بهرنيانو شتون سره مخالفت وکړ.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version