ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا ته د حج مناسک پيليږي

23 Oct 2012 - 15:35
23 Oct 2012 - 15:35

مکه مکرمه (پژواک ٢ لړم ٩١): له ټولې نړۍ سلګونه زره مسلمانان د حج د فريضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې سبا ماښام به دغه مراسم پيل شي.

د سعودي عربـستان د حج او اوقافو رياست اعلان کړى، چې دوى د دغو مراسمو لپاره بشپړ چمتووالى نيولى دى.

د سعودي د دولتي اژانس (واس) د راپور له مخې، د زيارت کوونکو د لېږد رالېږد لپاره زرګونه موټر او د هغوى د امنيت ساتلو لپاره زرګونه امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې سلګونه زيارت کوونکي د حج د مناسکو د ادا په موخه له مکې د منى په لوري روانيږي، په منى کې به شپه کوي او په سهار به يې د عرفات غونډۍ په لوري ولاړ شي، چېرې چې مسلمانان د حج تر ټولو لوى رکن (وقوف عرفات) ترسره کوي.

په سعودي عربستان کې د افغاني زايرينو د بعثې مشر مفتي حجت الله پژواک اژانس ته وويل، چې ټول افغان زايرين (٣٠ زره) مکې مکرمې ته رسېدلي دي.

د هغه په وينا، چې د نورو مسلمانانو ترڅنګ د افغاني زايرينو لپاره هم بشپړې تياريانې نيول شوې او سبا به د منى په لوري وخوځيږي.

حجت الله وايي، چې تر اوسه افغاني زايرين له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.

هغه زياتوي، چې د وقوف عرفې پر مهال به زيارت کوونکي د نمرې په جومات کې د حج خطبه اوري او له هغې وروسته به د غرمې او مازيګر قصر مونځونه يو ځاى ادا کوي.

د نوموړي په وينا، زيارت کوونکي به د دغو مناسکو پر مال تلبيه (لبيک اللهم لبيک) لولي، استغفار او تسبيح ترڅنګ نورې دعاګانې به هم کوي.

د افغاني بعثې مسوول وايي، چې له وقوف عرفې (پنجشنبې) د لمر له پرېوتو وروسته به حاجيان مزدلفې ته روانيږي، چې له عرفات څخه شپږ کيلومتره واټن لري، هلته به د ماښام او ماخوستن مونځونه يو ځاى ادا کوي.

د هغه په وينا، حاجيان به په مزدلفه کې شپه سبا کوي او د لمر تر راختو وروسته به بېرته د منى په لوري روانېږي.

مفتي حجت الله وايي، چې په منى کې به حاجيان لوى شيطان (جمرة عقبه) وولي او له دې وروسته به د اختر په لومړۍ ورځ څاروي قرباني، بيا به د سر وېښته کموي او خپل احرامونه به پرانيزي.

نوموړي وويل، چې تر دې وروسته به حاجيان د حرم شريف په لوري ځي، هغوى به طواف زيارت او د صفا او مروا ترمنځ سعي کوي او له دې سره د حج مراسم پاى ته رسېږي.

د يادونې ده، چې له ټولې نړۍ د سلګونو زرو نورو مسلمانانو ترڅنګ ٣٠ زره افغانان هم د حج د فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال تر اوسه شپږ افغاني زايرين په بېلابېلو پېښو کې مړه شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version