ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرداري او عمران خان د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

24 Oct 2012 - 18:15
24 Oct 2012 - 18:15

کابل (پژواک ٣ لړم ٩١): د پاکستان ولسمشر او د تحريک انصاف ګوند مشر د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کې حامد کرزي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د دغه هېواد د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، ولسمشر کرزي ته په جلا جلا ليکونو کې، چې د ده د ليکونو په ځواب کې يې رالېږلي، د ترهګرۍ پر خلاف د ګډې مبارزې لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

حامد کرزي د روان کال د تلې په ۲۲مه پر ملالې يوسفزۍ د ترهګريز بريد د غندلو او دا چې پاکستان هم د ترهګرۍ او افراطيت له جدي ګواښ سره مخ دى، ليکونه استولي وو او له پاکستاني مشرانو يې غوښتي وو، ترڅو دواړه هېوادونه د تروريزم او افراطيت پر خلاف د ګډې همکارۍ او قوي ارادې پر مټ جدي او عملي مبارزه ترسره کړي.

د حامد کرزي د ليک په ځواب کې د پاکستان ولسمشر ويلي: “ترهګري چې په هره بڼه او هر چېرې راښکاره کېږي، غندو يې. زموږ هيله دا ده ترڅو هغو عناصرو ته چې ناوړه جرمونه ترسره کوي، اجازه ورنه کړل شي چې د دواړو هېوادونو په خاوره کې پټنځايونه پيدا کړي.” 

اصف علي زرداري زياته کړې: “دې ته اړتيا ده چې زموږ په هېوادونو کې په دايمي توګه د ترهګرۍ د ناوړه پديدې او افراطيت د له منځه وړلو لپاره، موږ سره يو موټي شو او ځواکمن تدابير ونيسو.”

دغه راز د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، ولسمشر کرزي ته په خپل ليک کې ويلي: “له تاسو سره موافق يم چې دا زموږ د ټولو مسووليت دى، ترڅو د تاوتريخوالي د ختمولو په خاطر خپل رول ولوبو. زه دا منم چې د ديني او تاريخي ګډو پيوندونو په درلودلو سره د پاکستان او افغانستان ملتونه بايد په ګډه همکاري وکړي، ترڅو خپل هېوادونه له بېوزلۍ، محروميت او ناپوهۍ راوباسي.”

عمران خان زياته کړې: “له دغه فرصت څخه په استفادې سره وايم، چې زه او زما ګوند د سولې او بيا پخلاينې لپاره د افغانستان له هڅو څخه، چې ستاسو د هېواد په راتلونکي کې د ټولو افغانانو د سياسي ګډون په خاطر ترسره کېږي، ملاتړ کوو.”

عمران خان ياد ليک په داسې حال کې ولسمشر کرزي ته رالېږلى، چې په دې وروستيو کې يې په يوه مرکه کې ويلي وو، چې جهاد په پاکستان کې ناروا، خو په افغانستان کې روا دى.

د چارو يو شمېر شنونکو، د عمران خان ياده فتوا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه او د پاکستان د استخباراتو لوبه بللې وه.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version