ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي له پاکستانيو مشرانو د ترهګرۍ خلاف د جدي مبارزې غوښتنه وکړه

13 Oct 2012 - 20:00
13 Oct 2012 - 20:00

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩١): ولسمشر کرزي له پاکستانيو مشرانو غوښتي چې د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د ګډې همکارۍ او قوي ارادې په مټ جدي مبارزه ترسره کړي.

له ارګ څخه پژاک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د پاکستان له ولسمشر اصف علی زرداري سره د ټېلېفوني اړيکې په تعقيب، پر ملالې يوسفزۍ باندې د ترهګريز بريد په اړه، نن د پاکستان سياسي او مذهبي مشرانو ته د ليکونو په استولو سره، له هغوی غوښتي چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د ګډې همکارۍ او قوي ارادې په مټ جدي او عملي مبارزه تر سره کړي.

د ولسمشر حامد کرزي له لوري نوموړي ليکونه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير راجا پروېز اشرف، د مسلم ليګ ګوند مشر نوازشريف، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر قاضي حسين احمد، د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، د مسلم ليګ ګوند د قايد اعظم څانګې مشر چودري شجاعت حسين، د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د ملي عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان، د جمعيت العلماء اسلام د فضل الرحمن ډلې مشر مولانا فضل الرحمن، د جمعيت العلماء اسلام سميع الحق ډلې مشر مولانا سميع الحق، د پښتنو ملي مشر محمد افضل خان لالا، د پيپلز ګوند شېرپاو ډلې مشر افتاب احمدخان شېرپاو، د بلوڅو مشرانو، سردار عطاءالله منګل، ميرحاصل خان بزنجو او نوابزاده طلال بګټي او د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين ته لېږل شوي دي.

په دې ليکونو کې ولسمشر کرزي څرګنده کړې، پر يوې ماشومې نجلۍ دا ډول بريد راښيي چې د دې سيمې خلک په تېره د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه، له يوه ډېر خطرناک دښمن سره مخ دي، چې غواړي د دې ولسونو اوسني او راتلونکي نسلونه د جهالت په تيارو کې وساتي؛ ښوونځي او مدارس يې بند او د دين او دنيا د علومو له تعليمه يې محروم کړي.

حامد کرزي ويلي، له کلونو راهيسې په افغانستان کې هم پر ښوونځيو او زده کوونکو دا ډول بريدونه کېږي؛ له همدې امله د افغانستان خلک پر ملالې د بريد درد او غم ډېر ښه احساسولی شي او پر ملالې حمله د افغانستان پر ټولو نجونو حمله بولي.

په ليک کې راغلي، ملالې نورې نجونې تعليم ته هڅولې او خپله يې هم له زده کړو سره مينه درلوده، چې پر نوموړې بريد د اسلام د سپېڅلې دين او فرهنګ پر خلاف يو عمل او د بې همتۍ نښه ده.

ولسمشر زياته کړې، د دې دردناکې پېښې د غندنې لپاره، چې د دواړو هېوادونو ولسونو، سياسي او ملي مشرانو د درد او تأثر کوم غږ پورته کړی، دا څرګندوي چې دا يوه ډېره خواشينوونکې او د غور وړ پېښه ده.

 کرزي ويلي: ((نن چې د دې غمجنې پېښې له امله کوم غږ راپورته شوی دی، بايد خاموش نه شي او دواړه خواوې په ګډه همکارۍ، قوي او واقعي اراده له ترهګرۍ او افراطيت سره مبارزه وکړي، ترڅو زموږ بچي له دې ظلمه وژغورل شي.))

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version