کابل (پژواک، ٨ لړم ٩١): د پاکستان د مسلم ليګ ګوند مشر نوازشريف وايي، چې غواړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو همغږي رامنځ ته کړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د مسلم ليګ ګوند د نواز څانګې له مشر نوازشريف سره د ټېلېفوني اړيکې په ترڅ کې، په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ او افراطيت پر خلاف د ګډې مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.
په دې ټېلېفوني خبرو کې، چې نن (د لړم ٨مه) ماښام مهال د لوی اختر د مبارکۍ په خاطر ترسره شوې، ولسمشر کرزي په افغانستان، پاکستان او سيمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د دواړو هېوادونو په نږدې او جدي همکاريو ټينګار کړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نواز شريف د لوی اختر د مبارکۍ ويلو په ترڅ کې ويلي، چې دوى غواړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو همغږي رامنځ ته کړي.
شريف ډاډ څرګند کړى، چې هېواد يې په افغانستان او پاکستان کې د سولې او امن د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دی.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن