ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معنوي: وسلوال مخالفين په راتلونکو ټاکنو کې ونډه اخستلاى شي

31 Oct 2012 - 18:13
31 Oct 2012 - 18:13

کابل (پژواک١٠ لړم٩١): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر له وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره له مشروع لارې را وړاندې شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي چې نن (د لړم ١٠مه) يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، د دولت پر وسلوالو مخالفينو طالبانو او حزب اسلامي غږ وکړ چې تاوتريخوالى، د خلکو وژنه او د وينې تويول پرېږدي او په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.

معنوي زياته کړه: “جګړه د حل لاره نه ده، د حل يواځېنۍ لاره دا ده چې موږ فضا برابره کړو. د افغانستان خلک چې د مشر، وکيل يا استازي په توګه پر هر چا باور کوي، هماغه سړى دې صحنې ته راشي او د افغانستان له خلکو دې استازيتوب وکړي.”

ده وويل، چې د کمېسيون مسوولين به د رايه ورکوونکي يا کانديد په توګه د مخالفينو په نوم ليکنه کې هم خپله بې طرفي وساتي.

وايي چې دغه کمېسيون به په ټاکنو کې په پوره توګه خپله بې پرېتوب وساتي او که څوک په ټاکنو د دغه کمېسيون د جعل کارۍ شاهد و، نو کمېسيون به يې مسووليت ومني.

په ياده خبري غونډه کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

د ټاکنو د کمېسيون مشر وويل، چې د ټاکلي مهالوېش له مخې د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې به د غويي په ٢٤مه او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې به د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي.

د ده په وينا، که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دويم پړاو به يې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي په ٧مه ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version