ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې پاڅونوالو دوه طالبان خوشې کړل

31 Oct 2012 - 17:27
31 Oct 2012 - 17:27

پل علم (پژواک ١٠ لړم ٩١): په لوګر کې د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅونوالو دوه نيول شوي طالبان د ښه نيت له مخې خوشې کړي دي.

په لوګر کې د پاڅونوالو مشر فرهاد اکبري په همدې موخه نن (د لړم ١٠ مه) په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې دوى ياد وسلوال طالبان د لوى اختر په شپه د پل علم اړوند د بوبيزيو په سيمه کې د نښتې پر مهال نيولي وو، چې نن يې د سيمې د سپين ږيرو په ضمانت خوشې کړل.

د هغه په وينا، نيول شوي دواړو طالبانو له شلو کلونو کم عمرونه درلودل او د ښوونځي زده کوونکي دي، چې په خپله تېروتنه يې اقرار کړى او د نه تکرار ژمنه يې کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې له دوى څخه ليکلى ضمانت ليک اخيستل شوى او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي او له وسلوالې مبارزې به لاس اخلي.

فرهاد وايي: ((دغه طالبان موږ ځکه دولت ته ونه سپارل؛ چې هلته قانون يواځې په غريبو خلکو پلى کېږي، فساد ډېر دى او له زندانيانو سره هېڅکله انصاف نه کېږي او بې ځايه ځورول کېږي.))

د ده په خبره، چې نيول شوي طالبان هدايت الله او فضل نوميږي، چې د خپلې سيمې سپين ږيرو او ديني عالمانو يې ضمانت کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې سره ښايي د نورو وسلوالو طالبانو په فکر کې بدلون راشي ، له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

د پل علم اړوند د بوبيزيو سيمې يوه سپين ږيري او د خوشې شوو طالبانو ضمانت کوونکي حاجي حبيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې دغو طالبانو اوس توبه وېستلې او له دې وروسته دغه کار نه کوي.

د هغه په وينا، په غچ اخيستنه او جګړو ستونزې نورې هم ډېرېږي او له بښنې سره ښايي د مقابل لوري په دريځ کې نرمښت راشي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د نيول شوو وسلوالو طالبانو په خوشې کېدو کې کار او نظر نه لري.

د هغه په وينا، دا د پاڅونوالو له خوا نيول شوي او د هغوى واک دى، چې څه ورسره کوي.

خوشى شوى وسلوال طالب هدايت الله وايي، چې دوى ته د پاڅونوالو په اړه ډېر بد تبليغات شوي وو او پر وړاندې يې ډېر سخته جګړه کوله، خو اوس هغسې نه دي، چې دوى اورېدلي وو.

د هغه په وينا، له دوى سره پاڅونوالو د مېلمنو په توګه چلند کړى او هېڅ تکليف يې نه دى ورته رسولى.

نوموړي زياته کړه، چې له دې وروسته دوى غواړي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او بيا به هېڅکله له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى نه شي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version