ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د پاڅونوالو مشر له چاودنې روغ ووت

3 Nov 2012 - 11:32
3 Nov 2012 - 11:32

پل علم (پژواک ١٣ لړم ٩١): د وسلوالو طالبانو پر ضد د لوګر د پاڅونوالو مشر د سړک غاړې له ماين چاودنې روغ وتلى دى.

د يادو پاڅونوالو مشر فرهاد اکبري د لړم په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ناوخته په موټر کې له پل علم څخه کور ته پر لاره و، چې په خپل کلي تقي شاه کې پرې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، چې له دې چاودنې دى او ساتونکي يې روغ وتلي خو موټر يو څه زيانمن شوى دى.

نوموړي د دې چاودنې پړه پر هغې ډلې طالبانو واچوله چې دوه ورځې مخکې يې نيول شوي دوه طالبان ورخوشي کړل.

اکبري د يادو کسانو پر خوشي کېدو پښېماني وښوده او زياته يې کړه: ((طالبان هغه څوک دي، چې بايد هېڅ رحم پرې ونه شي؛ ځکه دوى انسانيت او ښه چلند نه پېژني او د هرڅه ځواب يې مرګ ژوبله او جګړه ده.))

د هغه په وينا، طالبان په دې ډول کړنو سره دى او ملګري يې له خپلې مبارزې نه شي راګرځولى.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د دې پېښې په اړه پژواک اژانس ته بې خبري وښوده.

د تقي شاه د کلي يوه اوسېدونکي محمدالله هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماخوستن د دوى په کلي کې ډېره زوروره چاودنه رامنځ ته شوه.

د ده په خبره، له چاودنې وروسته د پېښې ځاى ته ورغلل او ويې ليدل چې چاودنه د فرهاد اکبر پر موټر شوې، خو څوک په کې ژوبل شوي نه وو.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې په غزني ښار کې هم د پاڅونوالو پر مشر ځانمرګى بريد وشو او سخت ټپي شوى و.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version