ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماين چاودنې درې عام وګړي ووژل

2 Jan 2012 - 17:02
2 Jan 2012 - 17:02

پل علم، قلعه نو (پژواک ١٢مرغومى ٩٠): په لوګر او بادغيس ولايتونو کې د سړک غاړې د دوو ماينونو د چاودنې له امله درې ملکي کسان او دوه ماين خښوونکي ووژل شول.

 د لوګر د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د مرغومي ١٢مه) سهار د پل علم ښار د قلعه افضل سيمې په يوه فرعي سړک کې پر يوه کورولا ډوله موټر ماين وچاودېد.

 د هغه په وينا، په دې چادونه کې د کورولا دوه سپرلۍ او يو پلى تن ووژل شو.

 د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک ته وويل، چې دا ماين د امنيتي ځواکونو د ګزمې په موخه د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و.

 هغه زياته کړه، چې د دې پېښې مړي د خپلوانو له لوري يې لېږدول شوي دي.

 د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل: ((کله چې موټر فرعي سړک ته راورسېد، سل متره نه و تللى چې د چاودنې غږ واورېدل شو.))

 د هغه په وينا، په دې چاودنه کې يو پلى تن هم وژل شوى دى.

 تراوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 د يوه بل خبر له مخې، په پل علم ښار کې د ايساف ځواکونو د تېرې شپې په عملياتو کې درې شکمن کسان نيول شوي دي.

 د لوګر د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمدجان عابد پژواک ته وويل، چې دا عمليات تېره شپه د پل علم ښار د ګداخېلو په سيمه کې د محمداجان پر کور ترسره شول.

 د هغه په وينا، په دې عملياتو کې محمداجان له خپلو دوو زامنو سره نيول شوى دى.

 هغه د هغوى د هويت او له مخالفينو سره د مرستې په اړه څه ونه ويل.

 د سيمې يوه اوسېدونکي صابر پژواک ته وويل: ((د شپې يوه نيمه بجه وه،چې د بهرنيانو چورلکې راغلې او سرتېري يې د محمداجان په کور ورننوتل.))

 د هغه په وينا، له شلو دقيقو وروسته محمداجان او د هغه دوه زامن چې بزګران دي، د ايساف ځواکونو له لوري ونيول شول.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې درې شکمن کسان له وسله والو طالبانو سره د مرستې په تور نيول شوي وو.

 د يوه بل خبر له مخې، د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه ماين خښوونکي د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوي او يو ملکي وګړى له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو د نښتې په ترڅ کې ووژل شو.

 د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح نن (د مرغومي ١٢مه) پژواک اژانس ته وويل، دوه ماين خښوونکي تېر ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ په پنجاب سيمه کې ووژل شول.

 د هغه په وينا، دا دوه کسان هغه مهال ووژل شول، چې تر يوه پولګوټي لاندې د دوى له لوري ځاى پرځاى شوى ماين وچاودېد.

 صالح زياته کړه، چې تراوسه د دې دوو کسانو هويت په ډاګه نه دى او په اړه يې څېړنې روانې دي.

 د پنجاب سيمې يوه قومي مشر حاجي امين الحق پژواک ته وويل: ((وروسته له هغه چې د چاودنې غږ واورېدل شو، پولګوټي ته څېرمه دوه مړي پراته وو.))

 د هغه په وينا، دا دوه کسان په دې سيمه کې د سيمه ييزو طالبانو ملګري وو.

 دغه راز د بادغيس امنيه قوماندان محمد جبار صالح پژواک ته وويل، چې يو ملکي وګړى تېر ماښام د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په مرکز کې له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو د نښتې په ترڅ کې ووژل شو.

 د هغه په وينا، تراوسه په ډاګه نه ده، چې ياد شوى کس د چا له لوري وژل شوى دى.

 وسله والو طالبانو تراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version