ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنيتي کمپنۍ درې کارکوونکي ووژل شول

26 Nov 2011 - 18:22
26 Nov 2011 - 18:22

پل علم (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): په پل علم ښار کې د ماين چاودنې له امله د خصوصي امنيتي کمپنۍ درې کارکوونکي ووژل شول.

 د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش نن (د ليندۍ ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د يوې امنيتي خصوصي کمپنۍ سرف موټر د پل علم د ټنډانو په سيمه کې پر يوه ريموټ کنټرول ماين وربرابر شو.

 د هغه په وينا، په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 دروېش زياته کړه، چې دا ماين د مخالفينو له لوري په سيمه کې ځاى پرځاى شوى وو.

 د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد جان عابد، پژواک سره په مرکه کې د ماين چاودنه تاييد کړه؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

 د ټنډان د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل: ((په کور کې وم چې د يوې زورورې چاودنې غږ مې واورېده او کله چې ووتم، يو سرف موټر د سوځېدو په حال کې و.))

  د هغه په وينا، پوليسو درې مړي له موټر څخه راووېستل او له ځان سره يې يوړل.

 د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 د يوه بل خبر له مخې، د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې له افغان او ايساف ځواکونو سره د وسله والو طالبانو د نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

 د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک ته وويل، چې دا نښته تېر ماښام هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو د ابراهيم خېلو په سيمه کې پر امنيتي پوستې بريد وکړ.

 د هغه په وينا، په دې نښته کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول؛ هغه د ټپيانو د شمېرې په اړه کره معلومات وړاندې نه کړل.

 د سيمې يوه اوسېدونکي جمشېد پژواک ته وويل: ((شاوخوا نيم ساعت د ډزو اوازونه اورېدل کېدل.))

 هغه څرګنده کړه، چې سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري تر کنټرول لاندې ده او چا ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکول کېږي.

 وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version