ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې غړي: رباني د ځواب ويلو لپاره جرګې ته نه حاضريږي

3 Nov 2012 - 15:26
3 Nov 2012 - 15:26

کابل (پژواک ١٣ لړم٩١): د ولسي جرګې يو شمېر غړي د وکيلانو له ناسوبتيا سر ټکوي او وايي چې د سولې د عالي شورا مشر له بيا بيا غوښتنو سره سره د جرګې غونډو ته نه دى حاضر شوى.

د نن په ګډون په تېره يوه مياشت کې ولسي جرګې درې ځلې د سولې د عالي شورا له مشر صلاح الدين رباني څخه غوښتي چې د جرګې عمومي غونډې ته ورشي او د سولې شورا د کړنو په اړه معلومات ورکړي، خو رباني غونډې ته نه دى حاضر شوى.

په ولسي جرګه کې د لوګر استازي صاحب خان د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې همدا خبره ياده کړه او ويې ويل، چې صلاح الدين رباني د ولسي جرګې پر وړاندې بې پروا دى.

دى وايي: “جناب رباني ولسي جرګې ته راتګ د ځان لپاره کسر شان بولي.”

په ياده جرګه کې د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي هم وويل، چې د سولې د عالي شورا چارواکي د دې جرګې پر وړاندې بې پروا دي؛ ځکه چې له بيا بيا غوښتنو سره سره جرګې ته د ځواب ويلو لپاره نه دى حاضر شوى.

خو هغه وايي، چې د ولسي جرګې غونډو ته د چارواکو په نه حاضرېدو کې د جرګې اداري پلاوى هم بې پروايي کوي.

خو د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې صلاح الدين رباني درې ځلې د جرګې غونډې ته وربلل شوى خو دوه ځلې له افغانستان څخه بهر و او دغه ځل بدخشان ولايت ته تللى دى.

د ولسي جرګې د نننۍ عمومي غونډې نصاب نن هم نه و پوره؛ ځکه چې په غونډه کې شاوخوا سل تنه حاضر وو؛ د نصاب لپاره بايد د جرګې له ٢٩٤ تنو څخه ١٢٥ يې حاضر وي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړي ناسوب وي او کله کله د جرګې پرېکړې هم د نصاب د نه بشپړوالي له امله ځنډېږي.

 

د جرګې ځينو غړو د وکيلانو پر ناسوبتيا نيوکې وکړې.

 د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي وويل، چې له تېرو څو مياشتو راپه دېخوا ډېرى وخت د جرګې نصاب نيمګړى وي.

ايوبي تور پورې کړ، چې د جرګې ډېر غړي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او نه غواړي، چې غونډو ته حاضر شي.

هغه زياته کړه: ((ډېرو وکيلانو خپله اصلي دنده له ياده ايستلې، په خپلو شخصي کارونو پسې ګرځي او د ترسره کېدو لپاره يې په والي، قوماندان او ولسوال زور اچوي.))

د ده په وينا، د جرګې د اداري پلاوي غړي نه شي کولاى، چې پر ناسوبو وکيلانو انضباطي تدابير پلى کړي؛ ځکه  چې د پلاوي غړي تر نورو وکيلانو ډېره غيرحاضري کوي.

په ولسي جرګه کې د سرپل استازي اسدالله شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له جرګې سره د وکيلانو لږ مينه او د اداري پلاوي له لوري د انضباطي تدابيرو نه پلي کېدل د دې لامل شوي، چې د ولسي جرګې ډېرې څوکۍ ډېر ځله تشې پاتې وي.

هغه زياته کړه: ((ډېر وکيلان دي، چې نور کاروبار لري او هر کله چې ستړي شي، د ستړيا د رفع کولو لپاره د يوې اوونۍ يا څو ورځو لپاره غونډې ته راځي او بيا بېرته په خپلو کارونو پسې ځي.))

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې تر دې وروسته د جرګې منشيان مکلف دي، چې د کورنيو دندو له اصولو سره سم پر وکيلانو انضباطي تدابير پلي کړي.

د يادې جرګې اداري پلاوي تر دې وړاندې هم څو ځلې ويلي، چې پر ناسوبو وکيلانو به انضباطي تدابير پلي کوي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

د ولسي جرګې د کورنيو دندو د اصولو په ١٣١مې ماده کې راغلي، چې که د جرګې کوم غړى له عذر پرته په يوه مياشت کې له پنځو ورځو ډېره غير حاضري وکړي، د ناسوبتيا د ورځو معاش يې وضع کېږي او نوم يې د رسنيو له لارې اعلانيږي.

دغه راز د دې مادې له مخې، د جرګې هغه غړي چې له عذر پرته يې ناسوبتيا په يوه مياشت کې له پنځو ورځو ډېره شي، د جرګې د غونډو په څلورنيم مياشتنۍ دوره کې له بهرنيو سفرونو محروميږي.

د اساسي قانون د ١٠٧مې مادې له مخې، ملي شورا په هر كال كې دوې عادي غونډې دايروي او د دې شورا د دواړو جرګو (ولسي او مشرانو جرګه) د غونډو د كار موده په هر كال كې نهه مياشتې ده.

 

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version