ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قره باغ ولسوال ټپي شو

8 Nov 2012 - 19:31
8 Nov 2012 - 19:31

غزني (پژواک، ١٧ لړم ٩١): د غزني چارواکي وايي، د قرباغ ولسوال د وسلوالو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې ټپي شوى دى.

د غزني د والي وياند نبي جان د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قرباغ ولسوال انجنير زيت الله عظيمي، نن مازيګر مهال د دې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د وسلوالو طالبانو په يوه کمين کې سخت ژوبل شوى دى.

نوموړي د زياتو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې ولسوال اوسمهال تر درملنې لاندې دى.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد وايي، ولسوال زيت الله له قره باغ څخه د غزني ښار ته روان و، چې د موشکي په سيمه کې تر بريد لاندې راغى.

دى زياتوي، چې ولسوال ټپي دى او د قره باغ په روغتون کې تر درملنې لاندى دى.

خو عيني شاهدان وايي چې د قرباغ ولسوال وژل شوى دى.

د قره باغ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د قره باغ پر ولسوال چاودنه شوې او هغه په کې وژل شوى دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version