ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په قره باغ کې طالبانو درې غله ووژل

22 Oct 2011 - 16:36
22 Oct 2011 - 16:36

غزني (پژواک ٣٠ تله ٩٠): وسلوالو طالبانو د قره باغ په ولسوالۍ کې نن هغه درې تنه غله ووژل، چې څلور ورځې مخکې يې د غلا په تور نيولي وو.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې دغه کسان په لارو کې درېدل، د وسلو په زور يې لوټونې کولې او خلک يې ځورول.

 مجاهد وويل، چې دغو درېيو تنو ان له مېرمنو زيورات غلا کړي وو، د هغو له غوږو يې غوږوالۍ (لښتۍ) خلاصې کړې وي او په وينا يې، د دوى د محکمې د پرېکړې له مخې، نن يې د قره باغ په مروردار کې په مرميو وويشتل او ويې وژل.

 د قره باغ ولسوال انجنير زيت الله عظيمي يواځې دومره وويل، چې طالبانو درې وسلوال غله نيولي، خو د هغوى د وژلو په اړه معلومات نه لري.

 عظيمي د تلې په ٣٠مه له پژواک سره په خبرو کې ومنله، چې د طالبانو له لوري نيول شويو غلو د قره باغ په ځينو سيمو کې لارې نيولې، د خلکو مالونه يې لوټول او شکونې يې کولې.

  هغه زياته کړه، چې تېره ورځ د قره باغ پوليسو هم درې تنه د وسلوالې غلا پر مهال ونيول، خو تر دغه مهاله يې په اړه څه پرېکړه نه ده شوې او د پوليسو تر ساتنې لاندې دي.

 د غلا په تور نيول شوي کسان، چې سترګې او لاسونه يې تړلي وو، د سيمې يو شمېر خلکو ليدلي، چې طالبانو به له ځان سره ګرځول.

 د قره باغ اوسېدونکي پيروزخان پژواک ته وويل، چې طالبانو دغه درې تنه څو ورځې مخکې د غلا پر مهال نيولي وو.

 دى وايي، ما په خپلو سترګو وليدل، چې وسلوالو طالبانو دغه درې تنه له ځان سره ګرځول، سترګې او دواړه لاسونه به يې ورتړلي وو.

 د پيروز خان په وينا، څو ورځې کېږي، په سيمه کې اوازه ده، چې طالبان د غلو لاسونه او پښې ور پرې کوي، خو تر دغه مهاله يې په اړه بشپړ معلومات نشته.

 قره باغ هغه سيمه ده، چې له تېر يونيم کال راهيسې په کې ټيلېفون کار نه کوي، چې له مستقلو سرچينو د پېښو په اړه کره معلومات اخيستل ستونزمن دي.

 د قره باغ د شورا رييس عبدالحليم وويل، چې طالبانو درې تنه د وسلوالې غلا په تور نيولي، خو په دې اړه مالومات نه لري، چې له هغوى سره څه شوي او يا څه کېږي.

 نوموړي پژواک ته وويل، چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره هڅې هم شوې، خو د طالبانو د غبرګون په اړه چا څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version