ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د امريکا په ټاکنيز کمپاين کې افغانستان په حاشيه کې پاتې شو

11 Nov 2012 - 16:25
11 Nov 2012 - 16:25

کابل ښار (پژواک ٢١ لړم ٩١): د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د وروستيو ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال افغانستان په حاشيه کې پاتې و او ډېر تمرکز يې خپلو کورنيو مسايلو ته کاوه.

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې، چې د تېرې سې شنبې په ورځ ترسره شوې، د ډيموکراتانو کانديد ولسمشر بارک اوباما خپل سيال جمهوري غوښتونکي مېټ رامني ته ماتې ورکړه او د دويم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

اوباما په دغو ټاکنو کې د ټاکنيزو ٣٣٤ حوزو رايې او سيال يې د ٢٠٦  حوزو رايې ترلاسه کړې دي.

د سوداګرۍ پخوانى وزير ډاکټر محمدامين فرهنګ، د سياسي چارو کارپوه لطيف نظري او د غزني پخوانى والي او د سياسي چارو کارپوه شېر خوستي په يوه ګردي مېز کې د دغې موضوع په اړه بحث وکړ.

دغه ازاد راډيويي ټلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي.

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه يې تېر کال د کب په ٢٢مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

په دغه بحث کې د سوداګرۍ پخوانى وزير او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر محمدامين فرهنګ وويل، تمه کېده چې مېټ رامني او بارک اوباما په ټاکنيز کمپاين کې به تر ټولو توده موضوع افغانستان وي، خو هغسې ونه شول او ډېر يې پر خپلو کورنيو مسايلو تمرکز وکړ.

د هغه په وينا، په امريکا کې اقتصادي بحران رامنځ ته شوى و او له همدې امله امريکايانو خپلو کورنيو اقتصادي مسايلو ته ارزښت ورکاوه.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان په اړه دواړو کانديدانو، د خپل هېواد د ګټو د ساتلو له امله ورته تګلاره درلوده او دواړه له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د خپلو سرتېرو پر ايستلو راضي وو.

د فرهنګ په خبره،دواړو کانديدانو نه غوښتل، چې دامريکا د خلکو پام يوځل بيا په افغانستان کې وژل شوو سرتېرو او اقتصادي زيانونو ته واړوي.

ده وويل: ((که هر يو کامياب شوى واى، د افغانستان لپاره به يې هماغه پاليسي تعقيبوله او څه بدلون به په کې نه و راغلى.))

د سياسي چارو کارپوه لطيف نظري وويل، چې د افغانستان جګړه د امريکا د متحدو ايالتونو په معاصر تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.

د هغه په وينا، په لوېديځو هېوادونو او په ځانګړي ډول په امريکا کې د دغې جګړې پر وړاندې د عامو خلکو مخالفتونه ډېر شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د عراق او افغانستان جګړې د امريکا اقتصاد مات کړ او له همدې امله د امريکايانو لومړنۍ اړتيا د خپل اقتصاد بيا احيا ده او دواړو کانديدانو پر همدې موضوع ټينګار کاوه.

نظري وويل: ((افغانستان د دواړو کانديدانو د ټاکنيز کمپاين په حاشيه کې و، خو د دواړو دا دريځ و، چې افغانستان يو ځل بيا کورنۍ جګړې ته لاړ نه شي او بيا د ترهګرو په اډه بدل نه شي.))

د سياسي چارو کارپوه شېر خوستي وويل، بارک اوباما چې په تېر ځل په خپل کمپاين کې له خپلو خلکو سره کومې ژمنې کړې وې، د هغو په ترسره کولو کې تر يوې کچې بريالى شو.

د هغه په وينا، اوباما ژمنه کړې وه، چې دى به په عراق او افغانستان کې جګړه پاى ته رسوي، په عراق کې جګړه پاى ته ورسېده، خو د عراق پاليسي يې په افغانستان کې ناکامه شوه.

نوموړي زياته کړه، چې په ٢٠١٤ زېږديز کال د سرتېرو ايستل، هم په يو ډول په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو يو ډول دى، چې پر ځاى به يې افغان ځواکونه پياوړي کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version