ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: اوباما د خپل ولس د ملاتړ د ترلاسه کولو له امله پر کرزي فشار ډېر کړى

4 Mar 2012 - 12:58
4 Mar 2012 - 12:58

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٠): د سياسي چارو يو شمېر څارونکي وايي، د ستراتيژيکو اړيکو د سند د ژر لاسليک کولو په موخه د اوباما حکومت  ځکه پر کرزي فشار راوړي؛ څو د خپل ولس ملاتړ ترلاسه او راتلونکې ټاکنې د ده په ګټه تمامې شي.

تېره ورځ (د کب ١٣مه) ځينو غربي رسنيو راپور ورکړى و، چې ولسمشر حامد کرزى تر سخت فشار لاندې دى او ګواښل شوى، څو د افغانستان په اړه د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو له کنفرانس مخکې دې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړي.

دغه راز د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي هم له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال ومنله، چې ولسمشر کرزى تر يو لړ فشارونو لاندې دى، چې د شيکاګو تر کنفرانس مخکې دې ياد شوى سند لاسليک کړي.

خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل، چې ولسمشر کرزى دې د يادې موضوع په اړه ګواښل شوى وي.

دغه راز تېره اونۍ د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن په يوه ټيلېفوني اړيکه کې له ولسمشر غوښتي و، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون له شيکاګو غونډې وړاندې لاسليک شي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې امريکا غواړي ولسمشر کرزى وګواښي، که چېرې تر شيکاګو غونډې مخکې ستراتيژيک سند لاسليک نه کړي، سياسي او نظامي اپوزيسيون به يې غښتلى کړي.

د هغه په وينا، د امريکا متحده ايالتونه ښايي پر افغان حکومت اقتصادي فشارونه رانه وړي؛ ځکه چې د دغه کار ګټه امريکا ته نه رسېږي.

دى وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې، چې ښايي ولسمشر کرزى خپل کس کانديد کړي، هم امريکا د نه همکارۍ ګواښ ورته کړى وي.

د حقيار په خبره، د امريکا حکومت تر شيکاګو غونډې مخکې ځکه د سند پر لاسليک ټينګار کوي؛ چې د امريکا ولس ته خپل برياليتوب وښيي.

هغه زياته کړه: ((په امريکا کې د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې هم رانږدې دي او حاکم ګوند غواړي، چې له دې لارې ولس ته ډاډ ورکړي او په راتلونکې ټاکنې وګټي.))

د امريکا په متحدو ايالتونو کې د ولسمشرۍ لپاره د روان زېږديز کال په نومبر مياشت کې ټولټاکنې ترسره کېږي.

د سياسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت وايي، چې که د امريکا متحدو ايالتونو حکومت ته بله لار پاتې نه شي، نو ښايي د افغان حکومت سياسي اپوزيسيون غښتلى کړي.

د ده په وينا، امريکا به دغه راز ولسمشر کرزي ته د اقتصادي محدوديتونو ګواښ هم کړى وي، چې په وينا يې، له امله به يې افغان حکومت فلج شي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې د څو مياشتو لپاره يواځې پر افغان مامورينو تنخواه ګانې ودروي او نظامي ځواکونو ته د سون توکي ورنه کړي، افغان دولت به فلج شي.

سعادت وايي، چې افغان دولت ته په کار ده، چې په دې برخه کې خپل استدلال ته ادامه ورکړي، خو دريځ يې بايد ځکه د ده په وينا، ((وچ)) نه وي، چې زيات ټينګار د افغان دولت په ګټه نه دى.

د هغه په وينا، د امريکا واکمن ګوند له افغانستان سره د سند په لاسليکولو سره غواړي چې په افغانستان کې خپل شتون ته قانوني بڼه ورکړي او د امريکايانو شکونو ته ځواب ووايي.

نوموړي زياته کړه، چې په امريکا کې ټولټاکنې نږدې دي او حاکم ګوند غواړي چې امريکايان پر دې قانع کړي، چې دوى په خپل ماموريت کې بريالي وو او په راتلونکې ټاکنو کې ترې رايې واخلي.

خو بلخوا د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده هم په دغه نظر دى، چې د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د لاسليک کولو په اړه د امريکا د متحدو ايالتونو ټينګار په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو پورې اړه نه لري.

مژده پژواک ته وويل، چې د امريکا واکمن ګوند غواړي د دغه سند په لاسليکولو سره خپلو خلکو ته ډاډ ورکړي، چې له دې وروسته به يې په افغانستان کې شتون قانوني وي او د امريکا ګټې به په پام کې نيسي.

خو په دې اړه، چې کېداى شي امريکا وغواړي د سياسي فشار د يوې وسيلې په توګه د افغان دولت د اپوزېسيون ملاتړ وکړي، هغه وويل، د افغان دولت سياسي اپوزېسيون اوس خپل حيثيت بايللى او ښايي امريکا اهميت ورنه کړي.

د هغه په وينا، ولسمشر کرزي په تېرو دورو کې داسې سياست پر مخ بوت، چې د ځان سيال يې پرې نه ښود او اوس امريکا له ده پرته بل انتخاب نه لري.

مژده زياتوي، امريکا غواړي چې په افغانستان کې د ثبات د ساتلو په موخه تل يو پښتون ولسمشر و اوسي او کرزي د ځان هر پښتون سيال وځاپه.

د ده په خبره، د افغان دولت د نظامي اپوزېسيون غښتلى کول هم د امريکا او نړيوالو په زيان تماميږي او هېڅکله نه غواړي، چې هغوى پياوړي کړي.

له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د سند په اړه د روان لمريز کال د لړم په ٢٥مه په کابل کې دوديزه لويه جرګه جوړه شوه، چې دغې جرګې د يو لړ مهمو شرطونو په وړاندې کولو سره د دغه سند د لاسليک ملاتړ کړى و.

د ولسمشر وياند وايي، چې افغانستان به هغه مهال له امريکا سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي، چې د دوديزې لويې جرګې وړانديزونه، چې په هغه کې ملي حاکميت ته درناوى، د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپنيو عملياتو بندېدل، د بهرنيانو له لوري د افغانستان حکومت ته د ټولو زندانونو سپارل او يو شمېر نور موضوعات شامل دي، عملي بڼه غوره کړي.

ټاکل شوې ده، چې د شيکاګو کنفرانس د ٢٠١٢ زېږديز کال د مې مياشتې په ٢٢مه جوړ شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version