کابل (پژواک ١٣ کب ٩٠): د ولسمشر وياند وايي چې افغانستان به تر هغه له امريکا سره ستراتيژيک سند لاسليک نه کړي، څو پورې چې د دوديزې لويې جرګې وړانديزونه، نه وي پلي شوي.
ځينو غربي رسنيو راپور ورکړى، چې ولسمشر حامد کرزى تر سخت فشار لاندې او ګواښل شوى دى، ترڅو د افغانستان په اړه د امريکا د شيکاګو له کنفرانس مخکې دې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړي.
د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د کب په ١٣مه، له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ومنله، چې ولسمشر کرزى تر يو لړ فشارونو لاندې دى، چې د شيکاګو تر کنفرانس مخکې دې ياد شوى سند لاسليک کړي.
خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل، چې ولسمشر کرزى دې د يادې موضوع په اړه ګواښل شوى وي.
د ولسمشر وياند زياته کړه، چې افغانستان به هغه مهال له امريکا سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي، چې د دوديزې لويې جرګې وړانديزونه، چې په هغه کې ملي حاکميت ته درناوى، د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپنيو عملياتو بندېدل، د بهرنيانو له لوري د افغانستان حکومت ته د ټولو زندانونو سپارل او يو شمېر نور موضوعات شامل دي، عملي بڼه غوره کړي.
له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د سند په اړه د روان لمريز کال د لړم په ٢٥مه، په کابل کې دوديزه لويه جرګه جوړه شوه، چې دغې جرګې د يو لړ مهمو شرطونو په وړاندې کولو سره د دغه سند د لاسليک ملاتړ کړى و.
ايمل فيضي زياته کړه، چې افغانستان له ستراتيژيک سند سره مخالف نه، بلکې موافق دى؛ خو بايد پر دې سند له لاسليک مخکې د دوديزې جرګې يادې غوښتنې ومنل شي.
هغه وايي: ((د دا ډول سندونو د لاسليک پر مهال هر لورى هڅه کوي، چې لږ څه ورکړي او ډېر څه واخلي.))
د نوموړي په وينا، دا د افغانستان د خلکو او حکومت حق دى، چې د ستراتيژيک سند د لاسليک لپاره خپل شرايط ولري.
ده وويل چې له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليک کول يو اوږدمهالى سند دى، نو بايد له ښه غور او د شرايطو له منلو وروسته لاسليک شي.
فيضي زياته کړه، چې د افغانستان د ولسمشر ټينګار دادى، چې بايد د دې هېواد ملي ګټې خوندي وي او د همدې موخې له ترلاسه کولو وروسته به ياد سند لاسليک کړي.
نوموړي په پاى کې وويل، چې ولسمشر به د سند د لاسليک په برخه کې شته فشارونو ته غاړه کښېنږدي او په دې برخه کې به د يادې جرګې پرېکړو او ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي.
ټاکل شوې ده، چې د شيکاګو کنفرانس د ٢٠١٢ زېږديز کال د مې مياشتې په ٢٢مه، جوړ شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن